1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي ۲۰ د ترهګرۍ ضد پر مبارزه مشورې کوي

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۴, یکشنبه

د يکشنبې د ورځي په جي ۲۰ سرمشريزه کي مهمه موضوع اقتصادي پرمختګ نه بلکه د پاريس ترهګر بريدونه دي. د سرمشريزي ګډون کوونکي به د ترهګرۍ پر ضد پر مشترکه مبارزه خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/1H66f
انځور: picture-alliance/ZUMA Press

ترکيه د جي ۲۰ د سرمشريزي کوربه توب په غاړه لري. په اصل کي ترکي ولسمشر رجب طيپ اردوغان په پام کي نيولي ول چي د ترهګرۍ ضد مبارزه او د سوريې کورنۍ جګړه غوندي موضوعات به د ماښام د ډوډۍ پر وخت مطرح کړل سي. خو په پاريس کي د داعش له خوا د بې ساري ترهګرو بريدونو وروسته دغه موضوع اوس د سرمشريزي تر ټولو مهمه او مرکزي موضوع ګرځول سوې ده. ګډون کوونکي مشران به د ترهګرۍ پر ضد د خپلي مشترکي مبارزې او د همکارۍ د پراخولو په هکله سلامشورې سره وکړي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان د پاريس بريدونه په سختو الفاظو وغندل او د ترهګرو پر ضد يې د نړيوالو تر منځ د همږغي او ګډغبرګون غوښتنه وکړه. نوموړي وويل: «ترهګري مذهب، پلرنی هيواد يا ټاټوبی، ملت او توکم نه لري.» اردوغان زياته کړه چي هغه منطق نور بايد بېا تکرار نه سي چي يو څوک خپل ترهګر سم خو د بل ترهګر خراب وبولي. په عيني حال کي پر دې موضوع تر زياتي اندازې توافق موجود دی چي د جي ۲۰ ټول غړي «اسلامي دولت» يا داعش ته د ترهګر پوځ په سترګه ګوري او غندي يې. دغې ترهګرې ډلې نه يوازي دا چي په پاريس کي بريدونه وکړل بلکه ښايي د روسيې د مسافر وړونکي الوتکي تر لوېدو شاته يې هم لاس وي.

د فرانسې سره پيوستون

د سرمشريزي په ځای انتاليا کي ډپلوماتان هيله لري چي امريکايي ولسمشر باراک اوباما او روسی ولسمشر ولاديمير پوتين به د سرمشريزي څخه په استفاده په سوريه کي د امن راوستلو او د داعش پر ضد د مبارزې له پاره به پر مشترکه ستراتيژي خبري وکړي. خو تر اوسه پوري د دواړو مشرانو دوه اړخيزه ملاقات نه دی پلان سوی.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د پاريس د بريدونو وروسته د جي ۲۰ په سرمشريزه کي د ونډه نه اخيستلو پرېکړه وکړه. د دغې سرمشريزي ګډون کوونکي به د اولاند سره پيوستون او ملاتړ اعلان کړي. خو دا چي دغه مشران به تر دې پولي ولاړ سي چي د «اسلامي دولت» پر ضد په جګړه کي د فرانسې ملګري وکړي، دا لا نه ده څرګنده. ډپلوماتان اټکل کوي چي د جي شل په سرمشريزه کي به د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د بريدونو د زياتولو خبره هم مطرح سي.

د امريکا متحده ايالاتو او روسيې تر اوسه د سوريې په لانجه کي يو د بل پر ضد کار کاوه. روسيه د بشارالاسد د پرځول کېدو د مخنيوي هڅه کوي. خو امريکا او اروپايي دولتونه اسد ته د جګړې د اصلي مسؤل په توګه ګوري. دا نده څرګنده چي ايا د جي ۲۰ ګډون وال به په دې توافق وکړي چي اول د داعش پر ضد مشترکه مبارزه وکړي او د اسد موضوع وروسته ته پرېږدي که څنګه.

د ګډون والو له پاره «سره ساحه»

ترکيې د پاريس د بريدونو وروسته د جي ۲۰ د غونډي د امنيت په تړاو امنيتي اقدامات لا زیات کړل. دا د هغه باوجوده چي تر مخه لا زيات امنيتي ګامونه پورته سوي ول. هغه ساحه چيري چي د جي ۲۰ د ګډونوالو هوټلونه او د خبرو اترو ځايونه واقع دي، د يوې قلعې په شکل يې امنيت نيول سوی دی. د دغې «سرې ساحې» د امنيت نيولو له پاره ۱۲۰۰۰ ترکي پوليس ګومارل سوي دي.

په دغه «سره ساحه» کي به د جي ۲۰ ګډون کوونکي مشران هم شپه کوي او هم به په غونډه کي ګډون کوي. خو باراک اوباما به يوه استثنی وي او د انتاليا په وړوکي خليج کي به په يوه جنګي بېړۍ کي شپه وکړي. په دې توګه به حتی د يو ممکنه راکټي بريد څخه هم هغه خوندي وي. د امريکايي ولسمشر د ساتونکي ادارې په فکر د ترکيې وضعه د ډاډ وړ نه ده. په دغه هيواد کي د اکتوبر په مياشته کي يو خونړی بريد تر سره سوی ؤ. د ترکيې د حکومت په آند دغه بريد د داعش او يا د کوردي توندلارو له خوا تر سره سوی ؤ. په انتاليا کي څو ورځي تر مخه د داعش ۲۰ ملاتړي نيول سوي هم ول.