1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جي ۲۰ سرمشريزه: مظاهره چيانو ته د دېميزير خبرداری

۱۳۹۶ تیر ۱۱, یکشنبه

دا چې هامبورګ د جي ۲۰ سرمشريزې له پاره ښه انتخاب دی، به وروسته څرګنده شي. ځکه چې تاوتريخجن او خپلسري مظاهره چيان ورته آمادګي نيسي.

https://p.dw.com/p/2fmU9
Deutschland re:publica 2017 Bundesinnenminister Thomas de Maizière
انځور: picture alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان په هامبورګ ښار کي د جي ۲۰ سرمشريزي د امنيت له پاره ۲۰ زره پوليس ګومارل سوي دي. د دغې سرمشريزه ځکه چې لومړۍ لومړۍ مظاهره همدا نن شروع کيږي.

په هامبورګ کې د جي ۲۰ له سرمشريزې څو ورځې مخکې د آلمان د کورنيو چارو وزير اعلان کړی دی چې د سرمشريزې د مخالفينو له خوا د آخ و ډبونو په صورت کې به کلک تدابير پلي شي. دېميزير د «بيلد آم زونتاګ» په ورځپاڼه کې پر ټولو مظاهره چيانو غږ وکړ چې سوله يز او آرام دې پاته شي. د سي ډي يو ګوند دغه سياستوال وويل: «لاره مو معلومه ده: سوله يزه مظاهره هو، تاوتريخجنه مظاهره نه. تاوتريخوالی که د هر چا له خوا وي، بايد په نطفه کې خفه کړل شي.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير «په هامبورګ کې د تاوتريخجنو شمېر څه باندې ۸۰۰ هغسې افراطي کسان چې له آلمان او خارج څخه راځي» په ګوته کړ. داسې چپي ډلې هم شته چې د تشدد د لارې غواړي د شلو صنعتي او د صنعتي کېدو په درشل کې ولاړو هېوادونو د دولتي او حکومتي مشرانو غونډه ګډه وډه کړي. دېميزير اندېښنه لري چې دغسې ډلې دې ته هم چمتو دي چې سخت جرايم عملي کاندي.

پوليس پوره چمتووالی لري

د آلمان د جنايي چارو ادارې هم د يوې ورځپاڼې د راپور په حواله د جي ۲۰ سرمشريزې د مخالفينو له لوري د اورلګولو له پېښو او د زېربنايي جوړښتونو په وړاندې د سابوتاژ له فعاليتونو څخه خبرداری ورکړی دی. د «وېلټ آم زونتاګ» ورځپاڼې د جنايي پلټنو ادارې د يوې داخلي ارزونې څخه په نقل قول ليکلي دي چې د کيڼ اړخو له خوا د «نويو او نوښتګرو فعاليتونو له ډولونو» سره بايد حساب وشي. دا ځکه چې نړيوال فعالين «د احتجاج په برخه کې داسې تجربې لري چې د دغه ځای د کيڼ اړخو له هغو سره توپير لري او ورڅخه اوړي هم.»

د هامبورګ په بندر کې د کښتيو د تګ راتګ او په هوايي ډګر کې د طيارو په پروازونو کې له اخلال څخه هم اندېښنه موجوده ده. د هامبورګ پوليس د داخلي راپور په حواله له دې سره هم حساب کوي چې ښايي د برق مزي قطع کړل شي، مخابراتي خادې ماتې يا په برقي اشارو کې ګوتې ووهل شي. ورځپاڼه دغه خبرې د سرمشريزې له پاره د پوليسو له خوا د خاصې رامنځ ته شوې شعبې «پي آي او ميشل» د داخلي راپور په استناد کوي، چې په حواله به يې د سرمشريزې مخالفين ښايي هڅه وکړي د هامبورګ د بندر د کښتيو د تګ راتګ او اکمالاتي لارې هم بندې کړي.

د جي ۲۰ د احتجاجونو لړۍ

د نن يکشنبې ورځې له پاره په هامبورګ کې لومړی لاريون پلان شوی دی چې ډېر شمېر د چاپېريال ساتنې، د وګړو د حقونو، ټولنيزو او پرمختيايي سازمانونو فعالين پکې د «جي ۲۰ د احتجاجونو لړۍ» تر شعار لاندې د ښه اقليمي او تجارتي سياست او دموکراسۍ په پلويتوب مظاهره کوي.

د اردوغان په وړاندې د کردانو مظاهرې

امنيتي ادارې اندېښنه لري چې د سرمشريزې په شاوخوا کې احتجاجونو ته ښايي د ترکيې د داخلي کړکېچ له کبله هم لمن ووهل شي. دا خبره نه شي ردېدای چې کردي ډلې ښايي د ترکيې د ولسمشر، رجب طيب اردوغان پر ضد احتجاج وکړي. دېميزير وويل چې «د دې اجازه هم شته. خو که د دې هڅه وشي چې د پي کی کی په څېر د تروريستي ډلو له پاره تبليغ وشي، به اړونده ادارې په اقدام هم لاس پورې کړې.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (09.11.2016):