1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جُنس په نيويارک کښي ويلي دي چي قرآن شريفونه به نه سوځي

۱۳۸۹ شهریور ۲۰, شنبه

خو پر دغه اعلان سربيره په افغانستان کښي بياهم ناکرارۍ رامنځته سوي دي د کابل په جنوب د لوګر په ولايت کښي د زرهاوو انسانانو او پوليسو تر منځ اخوډب رامنځته سو

https://p.dw.com/p/P9uo
انځور: AP

پوليسو پر دوی باندي فيرونه هم کړي دي .

په بدخشان کې هم د دوو ورځو راهيسي خلک د احتجاج په ډول کوڅواو سړکانو ته راووتل . د ناټو په وينا نظامي اډو ته دا پلا تاوان ندی رسيدلی . پرون د آلماني پوځ د يوې اډې مخته آخ وډب رامنځته سوی ؤ، چې پکښي يو مظاهره چي ويشتل سوی ؤ .

ددغو ناآراميو علت په امريکا کښي د يوه کشش هغه اعلان ؤ، چه د يولسمي د سپټامبر د ترهګري بريدونو په ورځ، یعني نن به د قران شريفو200 نسخو ته اور واچوي . په دې منځ کښي ده په نيويارک کښي ويلي دي چي دغه کارنورهيڅ نه کوي .

آژانسونه / نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري