1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حاجي محمداکبر د زعفرانو بابا

۱۳۸۷ اسفند ۱۴, چهارشنبه

دهرات يوه کروندګرته جمهورريس د زعفرانونبات د دوديدوله کبله د وزيرمحمداکبرخان مډال ورکړ. داسړي حاجي محمداکبرد هرات پښتون زرغون ولسوالي استوګن ده چه په باباي زعفران سره شهرت لري

https://p.dw.com/p/H5Ma
انځور: dpa

باباي زعفران زمونږسيمه ايزه خبريال ته ويلي دجمهوريس مډال سره دکارلاښه مينه ورته پيداشوه اودزعفرانوکښت به د هيواد نوروسيموکي هم خلکوته چه وغواړي ورزده کړي.

دهرات پښتون زرغون ولسوالي يوکروندګرحاجي محمداکبرښايي د افغانستان لمړي کروندګر وي چه د بزګروپه منځ کي هغه هم چه د زعفرانو بوټي د روزني په وياړ يي د وزيرمحمداکبرخان معتبرمډال د افغانستان ولس مشرنه ترلاسه کړي وي. دټلفون په ليکه مي د دغه مډال خاوند نه وپوښتل چه دجمهورريس له خوا ددغه مډال خبرپه اوريدوڅه احساس ورته پيداشووويل :

«ډيردخوښي احساس مي وکړکله چه جمهورريس د وزيرمحمداکبرخان مډال راکړ ډيرخوښ شوم زه 67کاله عمرلرم 16کاله وړاندي مي دايران اسلامي جمهوريت نه په پټه د زعفرانوپيازياتخم راوړ. دري سوه متربع متره ځمکه کي مي د ازمويني په ډول وکرله ښه نتيجه يي ورکړه اوس 6 جريبه ځمکه ماکرلي اوتقريبا600کسان مي روزني لاندي نيولي چه هغوهم ځانګړي کروندي لري».

Mohn in Afghanistan Blume
زعفران د کوکنارو يوښه بديل دیانځور: AP

دافغانستان دکرني اومالداري وزارت د ترويج لوي ريس فضل احمدفضل چه په دا وروستيوکي هرات ته راغلي وه وويل دهمدغه سړي له برکته اوس اوس دزعفرانوپراخه کروندي بادغيس غور، وردګ، پروان، ننګرهار، کاپيسا، غزني ،کابل، لنډه داچه 11 ولاياتوکي د تيرکال يي نيم ټون خالص زعفران ټول کړي. راروان کال کي اټکل شته چه پنځه ټنه زعفران به کروندګربازارته وړاندي کړي. فضل زعفران دکوکنارويوښه بديل وباله.

دکرني د وزارت مامورين وايي د هرات زعفران له ښه کيفيت نه برخمن دی. سږکال يي هرکيلوافغانستان کي تردوه سوه زره افغاني چه دڅلور زره ډالرومعادل کيږي بزګرووپلورل.

زعفران لږاوبه اوپه کم زيارثمرته رسيږي ځکه نودهرات د زعفران کارو يوي ښځينه ټولي مشره شفيقه وويل ددغه بوټي روزل دښځولپاره اسان اوګټوردي« د زعفرانوچاري اسانه او د ميرمنو لپاره يوښه ګټورمصروفيت ده»

زعفران ښايسته ګل لري اوتروچيدووروسته دنړي بيلابيلوبرخوکي دځيني خلکوله خوا د چايو او نورو ډول ډول خوراکونو د خوند لپاره کارول کيږي.

که د زعفران پياز16کاله وړاندي حاجي محمداکبرپه غلا له بل هيواده راوړ، اوس يي دهرات دکرني رياست مامورين وايي پريمانه تخمونه په واک کي شته او د هيواد بيلابيلو ولاياتو ته يي ليږلي هم دي.