1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي بيا غواړي جمهور رييس شي

۱۳۸۸ تیر ۲۹, دوشنبه

يو ځوان افغان: «زما څخه د ټاکنو خپل ځانګړي کارډ ورک سوي دي او کوم خاص دليل نه وينم چي ولي ځان ته بل واخلم.»

https://p.dw.com/p/It4Z
زما خپله راييه زما خپله ده، بل چاته يي نه ورکوم که څنګه؟
زما خپله راييه زما خپله ده، بل چاته يي نه ورکوم که څنګه؟انځور: AP

دا يوه ډېره عجيبه او غريبه خبره ده چي کرزي هر چيري دي خو هيڅ چيري نه څرګنديږي.

هر ماښام د افغانستان په تلويزيون کي د ولس مشرۍ لپاره د کرزي د کانديدۍ اعلان خپريږي. نوموړي غواړي چي د اګست په شلمه يو ځل بيا د ولس مشرۍ په ټاکنو کي زياتي رايې خپلي کړي. د افغانستان په پلازمينه، کابل، کي د نوموړي ستر انځورونه ځوړند دي په کومو کښي چي دي په مسکا دي. د کمپاين پدغو انځورونو کي کله نوموړي له لونګي سره او کله هم له قره قلي سره ښکاره کيږي. د کابل پر دېوالونو د کرزي انځورونه داسي ښيي لکه چي هغه د هيواد پلار وي.

د جون په مياشت کي د ټاکنو د مبارزي له پېل راهيسي د کرزي پلويانو يو ګڼ شمير د انتخاباتي مبارزي غونډي جوړي کړي دي، خو کرزي په يوي کي هم تر اوسه پوری پخپله ګډون ندي کړي. د کرزي د پلويانو لپاره دا کومه ستونزه نده چي هغه پخپله دټاکنو په غوڼډو کي نه راڅرګنديږي. پدې هکله د کرزي يوه پلوي وايي : «د طالبانو د ليري کېدو وروسته افغانستان پر مځکه رالوېدلي و. کرزي له سره پېل وکړ او يو څه پرمختګ يې راوست».

د کرزي يو بل پلوي وايي: «کرزي بد سړي ندي. هغه اعتدال غوښتونکي دي، بنسټپال ندي. په همدې وجه بايد خلک تري ملاتړ وکړي».

سياستپوه حميدالله نورعباد وايي چي کرزي د خپلو مخالفو کانديدانو په پرتله د ټاکنو زيات چانسونه لري: «خو دا د دې مانا نده چي هغه به هرمرو په لومړي پړاو کي ټاکنې وګټي. کېداي سي چي د ولس مشرۍ ټاکنې دوهم پړاو ته ورسيږي.»

ځوان افغانان د ناهيلۍ او هيلې تر منځ ګير دي.
ځوان افغانان د ناهيلۍ او هيلې تر منځ ګير دي.انځور: AP

که ټاکنې دوهم پړاو ته ورسيږي نو کېدلاي سي چي د کرزي بيا ټاکل کېدل د ګواښ سره مخامخ سي. د 2004 مېلادي د ولس مشرۍ په ټاکنو کي کرزي په لوموړي پړاو کي لا بريالي سوي ؤ. خو په تيرو کلونو کي کرزي نه يوازي د هیواد په دننه بلکه د هيواد په بهر کی هم د بهرنيانو ملاتړ له لاسه ورکړي دي. پر حامد کرزي تور لګول کيږي چي د سوکالي، امن او ثبات کومي ژمنې چي يې کړي وې هغه يې ندي پر ځاي کړي. خو کرزي په ډېره هوښيارۍ سره د بيا ټاکل کېدلو لپاره چالونه په کار اچوي. نوموړي د بعضو اشخاصو د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره د هغوي سره د څوکيو او پيسو ژمنې کوي. پدې هکله يو ځل بيا سياستپوه حميدالله عباد: «کرزي د خلکو په ذهنيت ښه پوهيږي. کله چي د هغوي مشر ورته ووايي چي دا وکړي نو خلک يې کوي.»

کرزي پدې لړ کي حتي د داسي بدنامو پخوانيو جنګ سالارانو څخه هم کار اخلي چي د وحشت او ظلم له وجې مشهوره دي. هغه قسيم فهيم چي د لوېديځو هيوادونو تر فشار لاندي د2004 جمهوري رياست ته د بيا انتخاب سره د دفاع وزير ونه ټاکه، اوس يي په راتلونکو ټاکنو کي د جمهور رييس مرستيال په توګه نومولي دي. همدا راز ويل کيږي چي هغه له قومي مشرانو او اسلام پال سياست والو سره هم تړونونه کړي دي. حتي دا ويل کيږي چي د وسله والومقاومت کوونکو سره هم خبري سوي دي چي خاموشه پاته سي.

ويل کيږي چي چارواکو ته هم د کرزي لپاره د انتخاباتي مبارزي کولو دنده سپارل سوېده. او څارونکو اوس دا اندېښنې څرګندي کړي دي چي په رايو کي به په لوړه کچه لاس وهنه وسي. ځوان افغانان د ناهيلۍ او هيلې تر منځ ګير دي. لکه په کابل کي د يوې غونډې دغه دوه ګډون کوونکي:

«زما څخه د ټاکنو خپل ځانګړي کارډ ورک سوي دي او کوم خاص دليل نه وينم چي ولي ځان ته بل واخلم.» يو بل ځوان بيا وايي: «زما په آند د ټاکنو تر سره کول ښه کار دي ولي چي که نور نه وي نو د ډيموکراسۍ يا ولسواکۍ تمثیل خو به وسي. زه پخپله به خامخا رايه ورکوم. که نور نه، لږ تر لږه د کرزي د بيا ټاکل کېدو د مخه نيولو لپاره به رايه ورکوم.»

زابينه متی/احمد ولی اڅکزی

کتونکی: عبدالباری حکيم