1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي د ناټو په عملیاتو کې د ملکي کسانو وژل غندلي دي

۱۳۹۱ آبان ۳, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16VVo

افغان ولسمشر حامد کرزي د اونۍ په پای کې په لوگر ولایت کې د ناټو له خوا په تر سره شوو عملیاتو کې د دري تنو ملکي وگړو وژنه غندلې ده. امنیتي مرستندویه ځواک (آیساف) ویلي دي چې د لوگر ولایت د برکي برک په ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د یوې چاپې پر وخت «ښایي دوی د درې تنو ملکي کسانو د وژلو له پاره مسئول وي.»

د ایتلافي ځواکونو له خوا په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي دي چې آیساف عمومي قوماندان جنرال جان الین د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خپله خواشیني څرگنده کړې ده. د ولسمشر کرزي د دفتر له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د دوو وسله کسانو د نیولو له پاره تر سره شوي عملیات «د څلورو بې گناه ماشومانو په وژنه تمام شوي چې مالونه یې څرول.»