1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي له بريتانيا سره هم ستراتيژيک تړون لاسليک کړ

۱۳۹۰ بهمن ۹, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي او د بریتانیا صدراعظم، دیوید کیمرون پرون « د جنورۍ ۲۸مه نیټه» د افغانستان د راتلونکي په هکله د همکاریو د پراختیا له پاره یو ستراتیژیک تړون لاس لیک کړ.

https://p.dw.com/p/13sZo
افغان ولسمشر حامد کرزی د بريتانيا له صدراعظم ديويد کيمرون سره د ليني پر مهال
افغان ولسمشر حامد کرزی د بريتانيا له صدراعظم ديويد کيمرون سره د ليني پر مهالانځور: Reuters

د دغه تړون موخه دا ده چې تر ۲۰۱۴کال وروسته نړیوال ځواکونه څرنگه له افغانستان څخه ووزي او په دغه جګړه ځپلي هیواد کښي ثبات ټینګ کړي.

که څه هم د ستراتیژیک تړون ډیر جزئیات نه دي روښانه شوي، خو ویل کیږي چې هدف ئې د يوه باثباته افغانستان جوړېدل دي، چي په راتلونکې کښي افغانان خپل امنيت پخپله وساتي.

د بريتانيا صدراعظم کیمرون د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په ليدنه کتنه کښي وويل چي هيواد ئې په تيره لسيزه کښي له افغانستان سره ټينگ ملگری پاته شوی دئ:«موږ له افغانستان سره د اوږدمهالو اړیکو ټینګول غواړو.»

هغه د افغانستان د تیرو کلونو پرمختګونو ته اشاره وکړه او وېویل، هغه هدفونه، په ځانگړې توګه د افغان ملي پوځ او ملي پولیسو د جوړښت له پاره چي ټاکل شوي ول هغو ته له پلان سم رسېدلي يو.

د بریتانیا صدراعظم وویل چې اوږد مهاله اړیکي به له افغانستان سره مرستو، تجارت اوهلته پانګو اچولو ته ځیر شي:

«زه فکر کوم دغه هدف ته د رسېدلو لاره یوازي دا نه ده چې موږ له خپلو ناټو متحدینو سره د عمل په ډګر کي څه کوو، بلکي سیاسي پروسې ته اړتیا لیدله کیږي، دغه پروسه بايد ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړي چي هغه څوک چي له زور زیاتیو څخه لاس واخلي، هغوی کولای شي چې په یو پیاوړي ديموکراتیک دولت کې ونډه ولري.»

د بریتانیا صدراعظم د فرانسې پر خلاف چې غواړي له پلان سوي وخت ترمخه خپل سرتیري له افغانستان څخه را وباسي وویل چې نړیوال ځواکونه باید ورو ورو او په پاملرني سره له دې هیواد څخه د وتلو پلان عملي کړي.

کیمرون وویل چې بریتانوي سرتیري به د ټاکل شوي پلان سره سم له افغانستان څخه ووزي.

خو هغه د فرانسې د ولسمشر نیکولا سارکوزي پريکړي ته په غیر مستقیمه توګه اشاره وکړه او ویویل:«البته ښکاره خبره ده چې د اوس او ۲۰۱۴ کال تر منځ د سرتیرو د وتلو ګړندیتوب افغان امینتي ځواکونو ته د امنيتي مسئولیت د سپارلو په پروسې پورې اړه لري.»

آژانسونه/عبدالباري حکیم
کتونکی: سید ریاض