1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي نیوکو ته څرنګه ځواب ووایه؟

۱۳۹۵ مهر ۹, جمعه

جمعې ورځ د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي، له پاره ښه پیل نه شوه. په یوه غونډه کې د هغه په حضور کې د «مرګ پر کرزي» شعارونه ورکړل شول، خو کرزی ستیج ته راغی او د نیوکو ځواب یې ورکړ.

https://p.dw.com/p/2Qlc0
Hamid Karzai Präsident Afghanistan Kabul Rede Internationaler Frauentag
انځور: REUTERS

د سولې د عالي شورا پخواني مشر برهاندین رباني، په تلن کې د غونډې یوه ګډونوال د عبدالرب رسول سیاف د وینا پر مهال، د کرزي په حضور کې د «مرګ پر کرزي» شعار ورکړ. غونډه یو څه ګډه وډه شوه، خو کرزی بیا ستیج ته راغی او یوازې دا جمله یې وویله: «پوهیږئ چې زموږ په هیواد کې بهرني لاسونه تفرقه اچوي.»

د سیاف تر وینا وروسته کرزي، په داسې حال کې چې ګډونوالو یې په ګټه شعارونه ورکول خپله وینا پیل کړه او ویې ویل: «تیره ورځ مو په یوه لويه غونډه کې چې ډاکټر صاحب عبدالله، ښاغلی سیاف او نور مشران پکې شامل ول، ګډون وکړ او له حزب اسلامي سره مو د سولې د تړون هرکلی وکړ.»

کرزي زیاته کړه: «انجینر صاحب حکمتیار خبرې وکړې. په یاد مو ده چې که څو ورځې مخکې مې همدې انجنیر صاحب حکمتیار ته هم د ورور خطاب کړی وای، نو تاسو به پر ما په غوسه شوي وای. آیا په یاد مو ده؟»

امريکايي هوايي بمباريو مخالفت

پر پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، باندې په وروستیو وختونو کې له بي بي سي، سره د هغه د یوې مرکې له کبله سختې نیوکې شوې دي. کرزی چې له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو د هوایي بمباریو سخت مخالفت کوي، په دې مرکه کې ویلي ول چې که طالبان آن د یوه ولایت مرکز هم ونیسې نو بهرنیان باید پرې بمبارۍ و نه کړي، ځکه د هغه په خبره طالبان هم افغانان دي.

تر دې مرکې وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې پر پخواني ولسمشر باندې د ځينو کسانو له خوا سختې نیوکې وشوې او هغه د طالبانو په ملاتړ محکوم شو. پر ولسمشر کرزي باندې له ډیرې مودې راهیسې د ځينو کسانو له خوا دا نیوکه هم کیږي، چې هغه طالبانو ته د «ورور» خطاب کوي.

کرزي د جمعې د ورځې په وینا کې دې موضوع ته هم ځواب ووایه، او ویې ویل: «سبا به دې په خاوره کې داسې ورځ راشي چې تاسو به د طالبانو له تحریک سره هم د سولې مېز ته کښینۍ. نو له دې کبله راتلونکې ته نظر واچوې او د سولې له پاره کار وکړئ.»

کرزی د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو په یوه سخت منتقد بدل شو، او له دې هیواد سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه هم ډډه وکړه. هغه په وار وار ویلي دي چې که امریکا متحد ایالات وغواړي نو په افغانستان کې سوله راتلای شي. هغه په غیر مستقیم ډول د جمعې ورځې په غونډه کې د رامنځ ته شوي وضعیت پړه هم پر امریکایانو باندې واچوله: «زه پوهیږم [...] امریکایان هره ورځ ما ته مرګ وایي. هر ورځ امریکا زما تر شا د [مرګ پر کرزي] تبلیغات کوي.»

«د بهرنيانو لاسوهنه»

کرزي د ناستې ګډونوالو ته په هیواد کې د بهرنیو لاسوهنو له کبله ګواښ وګړ: «زموږ هیواد د بهرنیانو د لاسوهنې تر سخت تاخت و تاز لاندې دی. له دې کبله په ډیرې هوښیارۍ عمل وکړئ.»

پخواني ولسمشر د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو پر هوایي بمباریو او د کورونو پر تلاشۍ باندې بندیز لګولی وو خو د ملي یووالي حکومت مشرانو بیا دغه ډول بمباریو ته یو ځل بیا اجازه ورکړه. کرزي د ملي یووالي حکومت پر دې پریکړې هم کلکې نیوکې کړې دي.

کرزي ټینګار وکړ چې د افغانستان د جګړې په دواړو اړخونو کې یوازې افغانان وژل کیږي او دغه وضعیت باید پای ته ورسیږي.

که څه هم غونډه د یوې مودې له پاره اخلال شوه، خو د ولسمشر کرزي د وینا په پای کې هر څه سم شول. هغه آن هغه کس چې پر ضد یې شعار ورکړی وو، ستیج ته راوغوښت او ورته یې غیږ ورکړه. شعار ورکوونکي وګړي هم کرزي ته وویل چې د خپل کار له کبله یې بخښنه غوښتې ده.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.06.2014):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل