1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزي يو شمېر ځان وژونکي ماشومان عفو کړل

۱۳۹۰ شهریور ۳, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان په ترځ کي ۱۹ تنه هغه ماشومان عفو کړل، چي د ځان وژونکو بريدونو دمخه د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کي يا نيول سوي او يا يې تر بريد مخکي ځانونه امنيتي کسانو ته سپاري ول.

https://p.dw.com/p/12NK9
ولسمشر کرزی د ځان وژونکو ماشومانو سره د ليدني پر مهال
ولسمشر کرزی د ځان وژونکو ماشومانو سره د ليدني پر مهالانځور: DW

ولسمشر کرزي د چهارشنبې په ورځ ددغو ماشومانو سره تر لیدو وروسته وويل، چي ډيری دغو ماشومانو ته د پاکستان په ديني مدارسو کي د دغو بريونو زده کړي ورکړل سوي دي.

هغه له خپل حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چي له دغي ډلي هغه ماشومان خپلو کورنيو ته وسپاري، چي مور او پلار لري او متباقي هغه چي بي سرپرسته دي هغوی ته د ملک دننه او يا هم بهر د لوړو زده کړو زميني برابري کړي.

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي، چي په دي ورستيو کي په ډيرو مواردو کي جنايت کارو ډلو د خپلو ناوړه موخو د تر لاسه کولو لپاره له ماشومانو او تنکيو ځوانانو څخه د ترهګريزو بريدونو لپاره کار اخيستی.

دغه ډله ماشومان، چي د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري عفوه شول، عمرونه يي له اتو کلونو څخه  تر دولسو کلونو پوري دي.

NO FLASH Hamid Karzai lässt inhaftierte Kinder frei
انځور: DW

ددغو ماشومانو څخه د ګل خان په نامه يوه اته کلن ماشوم وويل، چي دی د پاکستان د کوټي ښار په اشرفيه مدرسه کي ځان  وژونکو بريدونو ته هڅول سوی وو، په داسي حال کي چي دی يي کورنۍ د ديني او عصري زده کړو د تر لاسه کولو لپاره مدرسي ته ليږلی وو.

افغان ولسمشر حامد کرزي له دغو ماشومانو سره په خبرو کي له هغوی څخه دغسي بريدونو ته د دوی د چمتوالي د  انګيزي او د هغو کسانو په اړه پوښتني وکړي چي دوی يي دغو بريدونو ته ګمارلي ول.

د افغان دولت رسمي شميرې ښيي، چي له ځان وژونکو بريدونو دمخه نيول سويو ډيری ماشومانو له دوی سره په خبرو کي ويلي، چي دوی د ترهګرو په چل او فريب سره دغو کارونو ته هڅول سوي دي.

په دغو ۱۹ تنو ماشومانو کي ځيني يي داسي هم ول چي خپل چاوديدونکو توکي يي له چاودني دمخه په خپله خوښه افغان او بهرنيو امنيتي ځواکونو ته سپارلي ول.

افغان ولسمشر د پاکستان په ګډون يو شمير ګاونډي ملکونه له بي ګناه کسانو څخه د ناوړي ګټي اخيستني په تور تورن کړل.

NO FLASH Hamid Karzai lässt inhaftierte Kinder frei
انځور: DW

هغه وويل، چي دوی نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي، روغتون ولري، ښونځی ولري او اولاد يي زده کړي وکړي. په داسي حال کي چي په خپله ښونځي لري، روغتونونه لري، معارفو يي وده کړې او حتي اټوم بم جوړوي.

د عفوه سويو ماشومانو، يو شمير يي ويل، چي دوی کورنۍ نه لري چي بيرته ورسي نو ځکه نه غواړي له افغانستان څخه ولاړ سي.

ښاغلي کرزي د خپلي کابيني وزيرانو ته دنده ورکړه، چي له دغي ډلي هغو ماشومانو ته د زده کړي اسانتياوي برابري کړي چي فاميل او د کورنۍ غړي نه لري.

« که ځيني کسان چي لکه دغه ځوان، چي پلار يي په کيسه کي ندی، دی ددي وطن بچی دی، هغه ته دي زده کړي برابري سي، هغه څه ملامت دی، که په مدرسه کي غواړي په مدرسه کي، که په مکتب کي غواړي په مکتب کي او که غواړي چي بهر ته ولاړ سي نو بهر ته يي وليږی».

د  افغانستان د پټ څاري اداري وروستي رپوټونه ښيي چي په دې ورستيو کي له ماشومانو څخه د  ترهګريزو بريدونو لپاره کارونه ډيره سوي دي.

د دغي اداري نطاق څه موده دمخه په کابل کي خبريالانو ته وويل چي شاوخوا ۹۰۰ تنه ماشومان يي په تير يوه کال کي له ترهګريزو بريدونو د مخه يا نيولي او يا هم هغوی په خپله ځانونه امنيتي ارګانونوته سپارلي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل