1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی اسلام آباد کی پاکستاني چارواکو سره خبری اتری کوي

۱۳۹۰ خرداد ۲۰, جمعه

ولسمشر کرزی نن «جمعه» په اسلام آباد کی د پاکستاني چارواکو سره خبري اتري کوی ترڅو په افغانستان کی د لس کلني جګړی د ختمولو په موخه، د افغانستان د سولی په بهیر کی د پاکستان همکاری جلب کړي

https://p.dw.com/p/11XtP
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

افغان جمهور ریس، حامد کرزی، نن د یوه دوه ورځني رسمي سفر په موخه له کابل څخه د ګاونډي هیواد پاکستان د پلازمیني، اسلام آباد، په لور وخوځید.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویندوی مرستیال، سیامک هروی، نن «جمعه» وویل چې له کرزي سره په دغه سفر کی د هغه د کابینې یو شمیر وزیران او د سولي د عالي شورا ځيني غړي ملګرتيا کوي.

ظاهراً اسلام آباد ته د ولسمشر کرزي سفر له افغانستان سره د پاکستان په اقتصادي او سياسي مسايلو څرخي.

هروي زیاته کړه چی کرزی به د پاکستان له لومړي وزير، یوسف رضا ګيلاني؛ ولسمشر آصف علی زرداری او د دغه هيواد پوځ له مشر سره په جلا جلا توګه وګوری.

خو دغه سفر په داسی مهال صورت مومی چی د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولی د خبرو په باب دا ځل د پرمختګونو ادعا کيږي.

له طالبانو سره د سولی پر سر خبري اسلام آباد ته د کرزي د سفر یوه بله برخه جوړوي.

پاکستان هغه هیواد دی چې څو څو ځله یې د افغانستان د سولي په بهير کې ګډیدونکي هغه طالب مشران نیولي کومو چې د پاکستان په خاوره کې ژوند کاوه.

دوه کاله دمخه د ملا عبدالغنی برادر په نامه د طالبانو مشهور مشر په پاکستان کی ونيول سو او افغان دولت په زغرده څرګنده کړه چی پاکستان په دی کار سره د افغان طالبانو او حکومت تر منځ د سولی خبروته تاوان ورساوه.

د پاکستان «فرانټيرپوست» ورځپآڼي تيره اونۍ خبر ورکړ چې په تيري يوي مياشتي کې څو څو ځله هغو طالبانو د پاکستان په خاوره کی پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي چی د افغانستان له خاوري د ډیورنډ د کرښي هغي غاړي ته ور اوښتي ول.

پاکستان هم په دې باب خپله اندیښنه او شکایت د افغان دولت تر غوږ رسولی خو اصلي خبره دا ده چی ولسمشر کرزی به په خپل دغه سفر کی د افغانستان د سولی په پروسه کې د پاکستان د لا زياتو مرستو د را جلبولو غوښتنه وکړي.

پاکستان په تيرو څو لسیزو کی که څه هم له افغانستان سره ښي اړیکي نه لرلي خو په يو ډول نه يو ډول د افغانستان په مسايلو کې ژوري اغيزي لري.

د پخواني شوروي پر وړاندي له جهاده نيولی بيا د طالبانو تر حکومت او تر اوسه پوری د افغانستان سياست د پاکستان تر اغیزي لاندی دی.

د کابل حکومت هم اوس په دې پوه شوی چې د پاکستان له صادقانه همکارۍ پرته یی په ملک کی د سولي ټينګښت شونتیا نه لري او همدا لامل دی چې افغان چارواکې غواړي په اوسنۍ قضيه «د افغانستان د سولی په بهیر» کې پاکستان هم را ښکیل کړی.

خو هغه څه چې د پاکستان او افغانستان پر اړیکو منفي اغيز لري هغه د پاکستاني حکومت په دننه کې د هغو ځينو کړيو شتون دي چی اوس هم له طالبانو سره اړیکي لري. په دغي برخي کی د پاکستان د څارګري د اداري نوم ډیر اخیستل کیږي.

افغان دولت او په خاصه توګه د ملک امنيتي چارواکو څو څو ځله هغه ترهګر نيولي چې د پاکستان د پټ څاري ادارې په همکارۍ یې اعتراف کړی.

خو دا چی ایا ولسمشر کرزی به پاکستان ته په خپل دغه سفر کی له طالبانو سره د دغه ملک د پټ څاري اداري د همکاريو په اړه بيا هم اسلام آباد ته شکایت وکړی، دغي پوښتنی ته به وخت ځواب ووایی.

اوس افغان چارواکي د طالبانو د هغو دوو شورا ګانو د غړو د را خپلولو هڅي کوي کومي چې په پاکستان په دوو لویو ښارونو کويته او پیښور کې فعالي دي. دغه شورا ګانی د افغانستان په دننه کې د طالبانو مشري کوي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش