1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی او من موهن سنگهـ په نوي ډهلي کې سره ویني

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16h4C

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی نن له هندي مشرانو سره ویني تر څو له هغوی سره په افغانستان کې د پانگونې او له ۲۰۱۴م کال وروسته د نړیوالو جنگي ځواکونو تر وتلو وروسته د امنیت په برخه کې د پرمختگ په اړه خبرې اترې وکړي.

هندوستان تر اوسه په افغانستان کې په بیلا بیلو برخو کې د ۲،۳ میلیارده ډالرو په ارزښت پانگونه کړې ده. ولسمشر حامد کرزي د جمعې له ورځې څخه هندوستان ته یو څلور ورځنی سفر پیل کړی دی او په پام کې ده چې نن به د دغه هیواد د لومړي وزیر منموهن سنگهـ سره هم وویني.