1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی ایران ته په سفر تللی دی

عارف فرهمند/ سید ریاض۱۳۹۲ آذر ۱۷, یکشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی، د یوه جگپوړي هیئت په مشرۍ د یکشنبې په ورځ تهران ته رسیدلی دی. هغه په خپل دغه سفر کې د خپل ایراني سیال حسن روحاني، سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخیدو په هکله خبرې اترې کوي.

https://p.dw.com/p/1AUxV
انځور: BEHROUZ MEHRI/AFP/Getty Images

د افغانستان د جمهوري ریاست دفتر خبر ورکړی دی چې حسن روحاني، حامد کرزي ته بلنه ورکړې وه، تر څو «د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پراخیدو پر سر مفصل بحثونو د تر سره کیدو له پاره» تهران ته سفر وکړي.

افغان ولسمشر په داسې یوه وخت کې تهران ته سفر کوي چې د کابل او واشنگټن تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون پر سر خبرې اترې ترینگلې شوي دي. امریکا متحده ایالات ډیر ژر د دغه تړون د لاسلیکیدو غوښتنه کوي، خو افغان ولسمشر بیا یو لړ شرطونه وړاندې کړي دي او په راتلونکي کال کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو د مخه یې د تړون لاسلیکیدل رد کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هیگل افغانستان ته سفر وکړ، تر څو له خپلو سرتیرو سره وویني. هغه په دغه سفر کې د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي سره ولیدل خو د افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدنه کتنه و نه شوه.

ایران د سیمي هیوادونو له ډلې څخه په ښکاره توگه د کابل او واشنگټن تر منځ د دوه اړخیز امنیتي تړون د لاسلیکیدو مخالفت کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مرضیه افخم، د تیرې سه شنبې په ورځ ویلي وو چې هیواد یې دغه امنیتي تړون په اوږده موده کې د افغانستان له پاره گټور نه بولي.

په تیرو وختونوکې هم ایراني چارواکو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره په لیدنه کتنه کې د دغه تړون د مخالفت پر سر ټینگار کړی دی. حامد کرزي د مشورتي لویي جرگې په مراسمو کې وویل چې ایران د دغه امنیتي تړون سره خپل مخالفت څرگند کړی دی. مشورتي لویه جرگې د امنیتي تړون پر سر د بحث له پاره راغوښتل شوې وه.

ایران تل په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور باندې انتقاد کړی دی. حامد کرزي ویلي دي چې هڅه یې کړې ده چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې اړیکي، له ایران سره مناسبات زیانمن نه کړي. هغه د مشورتي لویې جرگې په مراسمو کې ویلي وو: «ایران زموږ مفکورې ته احترام کوي، البته اوسنی حکومت یې په دې برخه کې یو څه نرم دی.»

ایران ته د حامد کرزي د سفر سره سم، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان سره د اړیکو د پراخیدو په اړه خبر ورکړی دی او په عین وخت کې یې یو ځل بیا د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیکیدو سره خپل مخالفت ښوولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د چارو مسؤل حجت الله فغاني، د فارس په نوم دولتي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې د ایران اسلامي جمهوري د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکول د افغانستان قانوني حق بولي، خو په دې اړه باید «شرطونه او اصول» په پام کې ونیول شي.

نوموړي چارواکي په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده: «دغه سند د ذکر شوو شرطونو ځینې برخې نه لري او موږ د هغې مخالفت کوو او پر دې باوري یو چې په نهایت کې به دغه موافقتنامه له افغانستان سره کومه مرسته و نه کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وازرت نوموړي چارواکي ویلي دي چې د کابل او واشنگټن تر امنیتي تړون به په افغانستان کې د تشدد لمن لا پسې پراخه کړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې چارواکي او ډیری خلک دغه امنیتي تړون په افغانستان کې د ثبات له پاره حیاتي بولي.