1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی: بهرني ځواکونه د تره گرو اصلي ځايونه نه په نخښه کوي

۱۳۸۹ اسفند ۷, شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي په بهرنیو ځواکونو نیوکه وکړه چی د ترهګرو د هډو په اړه دقیقي پتي لري خو هيڅ کله هم د هغوي د ټکولو لپاره جدي اقدام نه کوي.

https://p.dw.com/p/R4Vf
انځور: AP

ولسمشر کرزي دغه څرګندوني د جمعې په ورځ په خپله اونیزه راډیويي وینا کی ملت ته وکړي. کرزی چی په خپل هیواد کی په ملکي اهدافو د تیرو دوو اونیو پر لپسې بریدونو سخت په غوصه وو، وویل چی د ترهګرو د دغو بریدونو په اړه شدیده اندیښنه لري.

افغان ولسمشر دغه بریدونه د جنایت کارو ډلو او هغو عناصرو کار وباله چی د بي ګناه انسانانو له وژلو خوند اخلي. په کندز، کندهار، کابل، ننګرهار او خوست کی د شویو دغوبریدونو پړا که څه هم طالبانو پر غاړه اخیستي خو ولسمشر کرزي په خپله وینا کی یو وار هم د طالبانو نوم وانخیست .

ولسمشر کرزي وویل چی دی نه پوهیږي چی دغه جنایت کاران څوک دي، نوموړي وویل چی دا هغه مزدوران دي چی تر ټولو بي وزله او راسخ مسلمانان وژني کوم چی له کلونو راهیسي په خپل هیواد کی د سولې په آرمان کی دي. د ولسمشر دغه راډیویي وینا د کارپوهانو له غبرګونو سره مخ سوي ده .

ځيني وایی چی ولسمشر کرزی کله چی په افغانستان کی د ورستیو بریدونو له عاملینو یادونه کوي نو ځکه هغوي طالبان نه بولي چی دمګړۍ له هغو سره د سولي خبري رواني دي. او دی فکر کوي چی په دی خبرو سره به د سولي پروسي ته زیان ورسیږي خو د هغه دغه کار طالبان نور هم زړه ور کوي.

د سیاسي چارو کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت پدې هکله وايي:

«دغه خلک چی زمونږ بچیان وژني. دوي ته طالب مه وایه، دوي ته ترهګر مه وایه، دوي ته تروریست مه وایه، هغوي ته د سولي د پروسي داسي میکانیزم جوړ کړه چی هغه لکه د یوي آیني په څير ټول پکی خپلي څيري وویني.»

ښآغلي طاقت وایي چی له یوه لوري افغان دولت طالبانو ته وروڼه وايي او له بل لوري هغوي ته ترهګر او همدا لامل سوی چی کورني ځواکونه د طالبانو پر وړاندي جګړي ته کومه خاصه انګیزه نه لري. خو ولسمشر کرزی وایي چی که څه هم په افغانستان کی میشتو نړیوالو ځواکونو د سپټمبر د یولسمې نیټي له بریدونو وروسته ژمنه کړي وه چی ترهګر هر چیرته چی وي دوي به یی تعقیب کړي خو اوس داسي ښکاري چی هغوي خپله دغه ژمنه نه پوره کوي. کرزي وويل:

«ایساف او ناټو ځواکونو ژمنه کړي وه چي په قوي عظم به د ترهګرو د روزن ځایونو او میشت ځایونو د له مینځه وړلو لپاره هري سیمي ته چی پکی دغه ډلي ولیدل سي ورزي خو داسي ښکاري چی هغوي دغه کار نه کوي.»

که څه هم حامد کرزي په مشخصه توګه د ترهګرو د کوم پټن ځای نوم وانخیست خو داسي بریښي چی د هغه اشاره ګاونډی پاکستان ته وه.

تیره اونۍ په ننګرهار کی د خونړي برید وروسته نیول سوی ترهګر اقرار وکړ چی ده د پاکستان په میرانشاه کی د برید لپاره روزنه تر لاسه کړي وه او په هغه ځای کی سمبال سوی وو .

ولسمشر کرزی په خپله راډيويي وینا کی له خپلو کورنیو ځواکونو سره د نړیوالو هیوادونو د زیاتو مرستو غوښتنه وکړه. هغه وویل چی کورني ځواکونه هغسي ندي تجهیز سوي چی د ورځي روانو شخړو ته ځواب ووايي.

ولسمشر کرزي په خپله دغه وینا کی یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو د خپل سرو عملیاتو د بندیدو غوښتنه وکړه، په کومو کی چی تیره اونۍ یوازي په کنړ کی د لسګونو تنو ولسي خلکو د مړیني خبر ورکړ سوی وو.

ښاغلي کرزي وویل چی عملیاتونه دي له افغان ځواکونو سره په مشوره او پوره همغږۍ تر سره سي که نه نو د بهرنیو ځواکونو روان ماموریت به له جدي خنډونو سره مخ سي.

مرويس جلالزی / کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی