1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی : دامریکاسره په لویو مسایلو کي مشکل نه لري

۱۳۸۹ شهریور ۱۲, جمعه

د ادارې فساد په وړاندي د افغان دولت اجرأت، هغه مسله ده چي د کابل او واشنګټن تر منځ یې اړېکي تر بل هر وخت ډیري ترینګلي کړي دي

https://p.dw.com/p/P3FI
انځور: AP

کابل ته د امریکې د دفاع وزیر سفر هم په داسي وخت کې تر سره کیږي چې دغه دوه متحدین ظاهراً هڅه کوي ولسونو ته خپلې اړیکې سمې وښیې.

اوس د غربي رسنیو له لورې داسي ګنګوسي هم خپرې شوي چې ګواکې افغان دولت د امریکا د جنګ له ستراتیژۍ څخه ملاتړ نه کوي.

خو ښاغلي کرزي له دفاع وزیر رابرت ګیټس سره تیره شپه په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې کابل او واشنګټن په لویو مسایلو کوم اختلاف نه لري، یوازي په ورځنیو کوچنیو هغو کې ستونزې او د نظر مخالفت موجود دی.

کرزی وایې ګیټس ورسره منلې چې په ریښتیا هم د ترهګرو ځالې د افغان پولو ها خوا موجودي دي.

افغان دولت په دې ورستیو میاشتو کې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د پټن ځایونو د ړنګولو په اړه نړیوالو ته په بي ساري توګه شکایتونه را پورته کړي دي.

اوس د واشنګټن او کابل تر منځ اړیکې ډیر نازک او خطرناک پړاو ته داخلي شوي دي.

ښاغلی کرزی هم د اړیکو خرابیدل خطر ناک او د نړیوالۍ ترهګرۍ پر وړاند د ګډې مبارزې دغو دوو ملګرو ملکونو ته زیان رسونکي بولي.

کرزی وايی :

(( د دواړو هیوادونوپه تاوان دي، د دواړو په تاوان دي، دا د دواړو هیوادونو د اندیښنې لامل ګرځي، د امریکا او افغانستان په لوړو ستراتیژیکو مسایلو او لوړو ستراتیژیکو موخوکې کې په ټوله معنی د نظر یو والی موجود دی، زمونږ لید لوری یو دی، په ورځنیو اجراتو کې د نظر اختلاف لرو، هغه اصلاحات چې مونږ یې غواړو هغه مو له ښاغلي ګیټس سره شریک کړل او اوس یې په خبرو کې د نظر توافق لیدل کیده)).

د امریکا دفاع وزیر هم دخپلو خبرو پرمهال د افغان دولت له ورستیو لاس ته راوړنو له احتیاطه ډکه خوښې وښوده او د ادارې فساد پر ضد مبارزه کې یې د کابل حکومت لا ډیرو منډو ته وهڅاوه.

نوموړی د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دکرزي له هغه اقدام څخه خوښ دی چې د درنو جرمونو سره دمبارزې او د حساسو څيړنو ادارې یې تړلې که څنګه؟ وویل چې هره اداره باید قانونې مشروعیت ولري.

ګیټس له دغو دوو ادارو د خپل هیواد کلک ملاتړ څرګند کړ او د هغوې په تقویه کې یې د خپلو ټولو امکاناتو له په کار اچولو څخه هم ډاډ ورکړ.

د امریکا دفاع وزیر له افغانستان څخه د ۲۰۱۱ کال په جولاۍ میاشت کې دامریکایې عسکرو د تدریجې وتلو ته اشاره وکړه خو په واضح ډول یې وویل چې په افغانستان کې به د اتیایمې لسیزې تجربه تکرار نه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د افغانستان روانې جګړې ته ډیر پام کوي، او راتلونکی کال به افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پيل شي.

په دغه خبرې غونډه کې له افغان ولسمشر څخه د افغانستان د ستر خصوصې بانک د ډیوالې کیدو مسله هم وپوښتل شوه.

هغه وویل چې افغانانو د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته ډیرې پیسې تر لاسه کړي دي.

کرزي ډاډ ورکړ چې کې د افغانستان ټول نظام هم له اقتصادې ستونزې سره مخ شي مرکزي بانک یې د دې جوګه دی چې په یوازي سر یې هواري کړي.

هغه دغه څرګندونې د کابل بانک بانک په نامه د یوه خصوصي بانک د احتمالې ډیوالي کیدو د خبرونو له خپریدو وروسته وکړي.

که څه هم د مرکزي بانک ریس د چهارشنبې په ورځ ویلي ووچې کابل بانک کوم مالي ستونزه نه لري خو کرزي په ډانګ پیلې توګه د دغه بانک یو شمیرفعالیتونه د خپل حکومت د انديښنې وړ وبلل او ویویل چې له همدې امله یې د دغه بانک چارې په لاس کې اخیستي.

کرزی وایي:

(( څو ورځي مخکې مو د د کابل بانک د ستونزو د اصلاح لپاره اقدام وکړ، یو شمیر مسایل وو چې زمونږ د اندیښنې وړ ګرځیدلي وو او هڅه مو وکړه چې ژر تر ژره اساسي اصلاحات راولو. مونږ د مرکزي بانک ریس ته دنده ورکړه چې دغه بانک ته نوې اداره جوړه کړي، سمون پکې راولي، مونږ خبر وو چې یو شمیر عناصر له دباندې څخه هم په دغه بانک کې یو لړ کارونه لري او ژر تر ژره مو د هغه دکنټرول لپاره یو لړ ګامونه پورته کړل)).

د کرزي د وینا له مخې چې په تیرو دوو ورځو کې یې له ۱۰۰ څخه تر ۱۵۰ ملیونه امریکایې ډالرو پوري کابل بانک ته ورکړي تر څو ترینه د افغان دولت د مامورینو تنخواه ګاني اجرا کړي.

د کرزي د وینا له مخې چې اوس مهال شاوخواه دوه سوه او پنځوس زره حکومتي ماورینو ته حکومت د دکابل بانک له لارې تنخواه ورکوي.

افغان ولسمشر په دغه خبري غونډه کې له اقتصادي ستونزو سره د مبارزې په برخه کې د خپل مرکزي بانک په ځواک ډاډ څرګند کړ.

نوموړي وویل چې دمګړۍ یې په مرکزي بانک کې څلور اعشاریه اته ملیارده امریکایې نغد ډالر موجو دي چې هره اقتصادې ستونزه پرې په چټکۍ سره هوارولای سي.

جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري