1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حامد کرزی د هندوستان سره د اړيکو د پراختيا لپاره هغه هيواد ته تللی دی

۱۳۸۷ مرداد ۱۳, یکشنبه

کرزی هند ته څو اونۍ وروسته تر هغه سفر کوي چي په کابل کي د هند پر سفارت باندي په ځانمرګي بريد سره په سيمه کي حالات نور هم خړپړ سول

https://p.dw.com/p/EpfU
جمهوررييس ښاغلی حامد کرزی
جمهوررييس ښاغلی حامد کرزیانځور: AP

افغانستان، هند او امريکا متحده ايالاتو د پاکستان استخباراتي اداره د جولای د مياشتي په بم چاودنه کي چي د دو هندي ډيپلوماټانو په شمول لږ ترلږ 58 تنه يي ووژل، په لاس درلودلو تورنه کړې ده. خو اسلام آباد له هر ډول لاس درلودلو څخه انکار کوي.

دغه حمله د هند او پاکستان تر منځ دسولي آزمايښتي بهير ته ګوزار و، او ويښودله چي څنګه افغانستان کيدای سي چي ډير ژر د د غو دوو په هستوي وسلو سمبال ګاوڼديوهیوادونو تر منځ د ډيپلوماسي کش او کړپ لامل وګرځي، هند او پاکستان تر دې دمخه لا د کشمير پر لانجې باندي سره ببر دي.

څيړونکي وايي چي پاکستان په افغانستان کي د هند د نفوذ د پرخوالي په هکله اندېښنه لري. په وروستيو کلونو کي هند، افغانستان ته د مليونو ډالرو په ارزښت پراختيايي مرستي ورکړي دي.

د هند د بهرنيوچارو يو څېړونکی، سي راجا موهن، چي په سينګاپور کي هستوګنه لري وويل: « هند افغانستان ته د سترو بسپنه ورکونکو هيوادونو له جملې څخه دی. له جیو پولتيکي او د مرستو له نظره، هند په دې لټه کي دی چي له افغانستان سره د خپلو اړیکو له نږديوالي سره ،څرنګه په امنيت کي سمون راولي.»

کرزی
کرزیانځور: AP Photo

کرزی به د دوشنبې په ورځ د هند د لومړي وزير، مان موهن سنګ، سره وويني. او د خبرو تر ټولو مهمو موضوع به يې داوي چي د پاکستان له ملاتړ څخه د برخه منو زورزياتيو مخنيوی وکړی.

په کابل کي د هند پر سفارت باندي له حملې څخه وروسته، نوي ډهلي ويلي دي چي له اسلام آباد سره د هغه د سولي بهير تر «فشار» لاندي دی، ځکه د هغه پخوانی دښمن د هند په دننه کي «ترهګرۍ ته لمن وهي او اوس هڅه کوي چي په بهر کي د هغه ګټو ته ګوزار ورکړي.

هند چي دطالبانو تندلاری رژيم يې په رسميت نه پیژندی، د هغوي د واکمنۍ په موده کي يې خپل ملاتړ په افغانستان کي د لاسه ورکړی، پداسي حال کي چي د هغه سرسخت سيال، پاکستان، له هغه رژيم سره ډيپلوماټيکي اړيکي پاللې، تر هغه پوري چي د سپټمبر د 11 پيښه وسوه اوپر افغانستان باندي يې د امريکا په مشرۍ نړيواله پوځي مداخله وهڅوله.

د سيمي نقشه: افغانستان، پاکستان او هندوستان
د سيمي نقشه: افغانستان، پاکستان او هندوستان

نوی ډهلی د شمال ايتلاف په مشرۍ د افغان ځواکونو چي د متحده ايالاتو د پوځ په مرسته يې کابل ونيوی، د سترو ملاتړ کونکو څخه ؤ.

هند اوس د افغانستان د پوليسو او ډيپلوماتانو په روزنه، سړکونو او روغتونو ودانولوکي ستره ونډه لري او د طالبانو د بريدونو له دوام سره سره، د افغانستان د بیا رغاوني په بهیر کي مرسته کوي.

افغان استخباراتي اداره د پاکستان د استخباراتي ادارې مامورين د زرګونو اورپکو په روزلو تورنوي چي په افغانستان کي د هند د سړک جوړوني پر پروژوحملې وکړي. په دی موده کي د هند د سړک جوړولو يوشميرکارګران په افغانستان کي ووژل سول.

مان موهن سنګ او حامد کرزی ښايي له خپلي دغي ليدني کتني سره په ګټه اخيستو سره د پاکستان په وړاندي خپل دريځ نور هم ټينګ کړي.

په هند کي د شخړو د منجمنت له انستيتوت څخه اجای سهنی، د رویترز خبري آژانس ته چي نوي ډهلي ته د افغانستان د جمهور رييس د سفر تحليل يې کړی وايي:« زه ګمان نه کوم چي په اړيکوکي دي ډير ستر بدلون راسي. د هغوي اړيکي ډيري سره نږدې دي. خو داسي ښکاري چي هغوی دواړه به د پاکستان په وړاندي يوکلک او سخت دريځ غوره کړي.» سهنی وايي : هند ښايي له افغانستان سره د مرستو د نورو پروګرامونو اعلان وکړي.