1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حزب اسلامي یمن ته جنګیالي استوي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۴ فروردین ۱۹, چهارشنبه

د ګلبدین حکمتیار حزب اسلامي ډلې د چهارشنبې په ورځ وویل چې چمتو ده یمن ته د سعودي عربستان په ملاتړ په زرهاو جنګیالي واستوي. سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو د ځپلو په موخه هوایي عملیات په لاره اچولي دي.

https://p.dw.com/p/1F476
انځور: picture-alliance/AP Photo

حزب اسلامي د پخواني شوروي قواو پر وړاندې جګړه کې ښکیل وو. دغې ډلې په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په مشري د نړیوالې ټولنې تر ښکیلتیا وروسته هم خپلې جګړې ته دوام ورکړ.

د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، په یوې انترنتي بیانیه کې ویلي دي: «که عراق او یمن ته د تلو امکان وي، په زرهاو افغانان به دغو هیوادونو ته تلو ته چمتو شي. هغوی به دغو هیوادونو ته ولاړ شي ترڅو د ایران د مداخلې مخه ونیسي او له خپلو مسلمانو ورونو څخه دفاع وکړي.»

ګلبدین حکمتیار په خپله بیانیه کې پر ایران باندې تور لګولی دی چې د عراق، سوریې، لیبنان او یمن په چارو کې مداخله کوي.

د حزب اسلامي ډله د لومړي ځل له پاره په ۱۹۸۰ کلونو کې مطرح شوه چې د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان له لارې یې مرسته کیده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب