1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حزب الله د اسلام ضد فلم پر وړاندي خلک مظاهرې ته رابللي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16AGK

په لبنان کي د حزب الله شیعه ډلي خلک د اسلام ضد هغې ویدیو په مقابل کي مظاهرو ته راوبلل چي پکښې حضرت محمد (ص) ته سپکاوی سوی دئ. د حزب الله مشر حسن نصرالله د یوه تلویزیون له لاري په خپله مرکه کي وویل، چي ددغي ویدیو د خپرولو مسئولیت یوازي او یوازي د متحده ایالاتو پر غاړه دئ. ده د دغي ویدیو خپرېدل یو ډېر خطرناکه کار وباله. په عین حال کي د عیسویانو مشر پاپ بينيديک ۱۶، چي په دغه وخت کي په لبنان کي وو، خلک د زورزیاتي ختمولو ته راوبلل. په دې ترڅ کي په لبنان کي دده سفر هم نور پای ته ورسېد. تر ډيرو مظاهرو وروسته اکثره غربي هیوادونو هڅه کړې ده چي خپل سفارتونه په اسلامي هیوادونو کي د تیارسی په حالت کي راولي. المان او متحده ایالاتو له سوډان څخه خپل د سفارت زیاتره مامورين هغه وخت وایستل، چي په خرطوم کي پر هغو باندي یوه لویه حمله وسوه.