1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حقاني به په يوازيتوب د سولي خبرو ته حاضر نه سي

۱۳۹۰ آبان ۳, سه‌شنبه

حقاني شبکه وايي، چي که امریکا غواړي د افغانستان جګړه د سولي له لاري پای ته ورسوي نو بايد د طالبانو له شورا سره خبري وکړي. دغي ډلي ويلي، چي هيڅ وخت به يوازي د افغان حکومت سره د سولي خبري ونه کړي.

https://p.dw.com/p/12yqQ
جلاالدين حقاني
جلاالدين حقانيانځور: AP

د حقاني ډلي يو قوماندان چي د نوم د ښوولو څخه يې ډډه کړې ويل، چي په افغانستان کي د سولي خبري بايد د طالبانو له شورا سره وسي.

« امريکايان به هيڅ وخت په افغانستان کي د سولي له پاره يوه لار پيدا کړي تر څو يې د طالبانو د شورا سره د سولي خبري نه وي پيل کړي.»

تيره اونۍ د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيري، هيلري کلنټن د پاکستان څخه وغوښتل چي د حقاني ډله د افغانستان د سولي په پروسه کي د گدون له پاره وهڅوي.

کلنټن همدا راز ګواښ وکړ، چي که د حقاني ډله د سولي له بهير سره يو ځای نه سي نو د پاکستان حکومت يې بايد پر ضد سخت پوځي اقدام وکړي.

د حقاني د ډلي دغه قوماندان چي د نوم د نه بربنديدو په شرط يي خبري کولي زياته کړي:

« دا لومړي ځل نه دی چي امريکايان موږ ته د سولي د خبرو وړانديز کوي. امريکايانو پخوا هم زموږ څخه په وار وار غوښتي وه، چي د سولي له بهير سره يوځای شو خو موږ د ملا محمد عمر تر مشرۍلاندي د طالبانو د ډلي يوه برخه يو.»

د حقاني د ډلي دغه غړي تينګار کړی، چي حقاني د طالبانو د ډلي سره يوځای دی او ټولي پريکړي به يو ځای تر سره کوي.

کلنټن پاکستان ته د خپل سفر پر مهال دا خبره هم منلې، چي پخوا يې د پاکستان په منځګړيتوب د حقاني له ډلي سره د سولي خبري اتري تر سره کړي دي.

خو اوس د حقاني ډله وايي چي په يوازيتوب سره به د سولي په خبرو کي ونډه وا نه خلي.

رويترز/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل