1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حقاني: د سولې په خبرو کې به د طالبانو پیروي وکړو

۱۳۹۰ شهریور ۲۶, شنبه

د حقانې د شبکې مشر، جلال الدین حقانې، د شنبې په ورځ «د سپتامبر 17 مه» د رویترز خبري اژانس ته ویلې چې ډله به یې د افغان حکومت او امریکا سره یوازي هغه وخت د سولې خبرې اترې وکړي چې طالبان دغه کار ته حاضر شي.

https://p.dw.com/p/12b8b
جلاالدين حقاني
جلاالدين حقانيانځور: AP

د حقانې د ډلې مشر چې د رویترز خبري اژانس سره یې له یو نا معلومه ځای څخه د ټیلیفون له لارې مرکه کړې ویلې چې وروسته له هغې چې د حقانې ډلې د جګړې په ډګړ کې ډیر لاس ته راوړنې درلودې. اوس دغه ډله په پاکستان کې پټنځایونه نه لرې او د دغه هیواد پر ځای ځان په افغانستان کې امن بولي.

متحده ایالات په افغانستان او پاکستان کې د حقاني ډله خپل تر ټولو لوی دښمن بولې چې د دغه هیواد ځواکونو ته ډیر ځلې مرګ ژوبله رامنځ ته کوي. متحده ایالاتو د حقاني د شبکې د مشر پر سر د پنځه میلیونو ډالرو انعام ټاکلی دی.

د حقاني د شبکې مشر زياته کړې ده چې د حامد کرزي د حکومت او د متحده ایالاتو لخوا د خبرو اترو وړانديزونه يې پخوا په څو څو وارې ځکه رد کړل چې د هغه په وینا په هغه وخت کې هڅې کیدې چې د ياغيانو د ډلو تر منځ درز رامنځ ته شي.  سراج الدین زیاته کړې چې په راتلونکې کې به هم داسی هڅې چې غواړي د یاغیانو ډلې سره بیلې کړي ناکامې شي. هغه ویلې:

«هغوی مونږ ته د ډیرو مهمو دندو وړاندیز وکړ خو مونږ دغه وړاندیزونه رد کړل او هغوی ته مو وویل چې ناوړه نقشې به یې کامیابه نه شي. هغوی غوښتل چې مونږ په خپلو کې تقسیم کړي.»

حقاني د افغان طالبانو د ډلې مشرتابه ته په اشارې سره زیاته کړي:

«مونږ به د هر هغه څه څخه ملاتړ وکړو چې زمونږ د شورا غړي یې د افغانستان د راتلونکې په پریکړه کوي.»

واشنگتن په وار وار د پاکستان پر حکومت فشار راوستلی چې د حقانې د ډلې په وړاندې پوځې عملیات په لاره واچوي. واشنگتن ګمان کوې چې د حقانې ډله د پاکستان په شمالې وزیرستان کې پټنځایونه لري. خو د حقاني د ډلې مشر دغه خبره رد کړي او ویلې یې دي:

«هغه ورځې تیري شوي دي چې مونږ به د افغانستان او پاکستان تر منځ په د سرحدي سیمو په غرونو کې پټیدو. اوس مونږ ځان په افغانستان کې د افغانانو په منځ کې امن بولو. زمونږ سره لوړپوړی امنیتي او پوځي چارواکې یوځای دي.»

حقانې زیاته کړې چې د افغانستان په حکومت کې ډیری کسان شته چې د طالبانو او د حقاني د شبکې سره مرسته کوي ځکه چې دغه کسان د دوی په هدف پوهيږ چې د بهرنیو څخه د افغانستان آزادول دي.

دا په داسې حال کې ده امریکایي او افغان چارواکې د حقاني شبکه د کابل د وروستیو بریدونو تر شا بولي. د متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لیون پنیتا، د تیرې چهار شنبې په ورځ وویل چې هیواد به يې هر څه تر سره کړي ترڅو خپل ځواکونه د هغو یاغیانو څخه خوندي کړي چې د پاکستان څخه په افغانستان کې بریدونه په لاره اچوي.

د کابل په وروستي برید کې پنځه پولیس او 11 ملکې کسان ووژل شول او ډیری نور کسان ټپیان شول.

کله چې د حقانې د شبکې د مشر څخه وپوښتل شول چې ایا د کابل وروستی برید د هغه ډلې تر سره کړی او که نه؟ هغه وویل:

« د ځینو دلایلو له مخې زه نه غواړم چې ادعا وکړم چې د امریکا پر سفارت او د ناټو پر اډي زمونږ کسانو برید تر سره کړی. زمونږ مرکزي رهبري او په خاصه توګه د شورا غړو ما ته وړاندیز وکړ چې که په راتلونکې کې امریکا او ملګرو ته یې تاوان رسیږي زه باید څه و نه وایم.»

د حقانې د شبکې مشر ویلې چې د دغې شبکې د غړو شمیر د 10000 کسانو څخه چې په ځینو رسنیو کې ښودل کیږي ډیر لوړ دی.

د حقاني شبکه د پاکستان او امریکا تر منځ یو له ډير شخړيزو مسایلو څخه ده. د پاکستان پر استخباراتي شبکې تور دی چې د حقاني د شبکی سره اړیکې لري خو د پاکستان حکومت دغه ادعا ردوي.


آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی