1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حق:د افغانستان اويا سلنه مرمر ډبري له مينځه ځي

۱۳۸۹ بهمن ۱۴, پنجشنبه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو چارواکي وايي چي اويا سلنه مرمر ډبري د غير فني کيندنو پرمهال له مينځه ځي او يوازي ديرش سلنه يي د خرڅلاو لپاره په سالمه توګه را ايستل کيږي.

https://p.dw.com/p/Qxw7
د مرمرو څخه جوړه سوې بګۍ
د مرمرو څخه جوړه سوې بګۍانځور: dpa

افغانستان چي د مرمر ډبرو ډير کانونه لري په نړيواله کچه يي هم دغه ډبره د خاص شهرت او لوړ قيمت څخه برخمنه ده.

تر کورنيو جګړو دمخه د افغانستان مرمر ډبري د نړۍ ډيرو هيوادونو ته ليږدول کيدې خو کورنيو جګړو نه يوازي دا چي دغه صنعت ته يې سخت تاوان ورساوه بلکي هغه د ګوتو په شمير فابريکي هم چور تالا سوي چي د مرمر ډبري پکښي برس او پالايش کيدلي.

دمګړۍ د ملک په بيلا بيلو برخو کي د مرمر ډبرو د استخراج لپاره دغير مسولو کسانو له لوري له تروتيل ډوله چاوديدونکو توکو کار اخيستل کيږي چي د مسلکي کسانو په وينا نه يوازي دا چي دغه توکي چاپريال ته زيان رسوي بلکي د مرمر کانونه ته هم سخت تاون رسوي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونو ريس محمد قربان حق جو وايي چي د مرمر ډبرو له کانونو څخه د ډبروغير معياري استخراج د دوی سختي انديښني را پارولي او په ورته وخت کي دغه ډبري نړيوالو بازارانو ته د افغانستان په نامه نه بلکي د پاکستان په نامه استول کيږي.

« شپيته يا اويا سلنه ډبري مو له مينځه ځي، ديرش يا څه باندي ديرش سلنه يي پاکستان ته ليږدول کيږي، او هلته د مرمر ډبرو په فابريکو کي پروسس کيږي او بيا نړيوالو بازارانو ته د پاکستان د ډبرو په نامه استول کيږي».

په همدي حال کي د مرمرو د فابريکو يو شمير مسولين وايي چي که چيري حکومت د دغه راز توليداتو څخه نيغ په نيغه ملاتړ وکړي د دغو توليداتو پر ودي سربيره به په سلګونو تنو اوزګارو کسانو ته د کار زميني هم برابري سي.

دا هغه غوښتنه ده چي د آزاد بازار د قانون له مخه په اوس محال کي حکومت ته د منلو وړ نه ښکاري.

په کابل کي د مرمرو د پروسس فابريکي يو چارواکي سيد محمد رضا د افغانستان د مرمر ډبري د سيمي په کچه بې ساري بولي.

« دمګړۍ زموږ ډبري د پاکستانيو په نامه متر مربع په څلور سوه او پنځوس افغانۍ چي له ۱۰ ډالرو سر برابريږي خرځيږ، متاسفانه که چيري زموږ مرمر په ملک کي دننه پروسس سي يو به يي بيه لوړه سي او بل به خپل هغه مقام هم ژوندي وساتي چي په مرکزي اسيا کي ورته ورکړل سوي».

په ورته وخت کي د افغانستان د سوداګرۍ وزارت چارواکي ملک دننه ته د بې کيفيته ډبرو په وارديدو هم خپله انديښنه څرګنده کړه.

د دغه وزارت مرستيال غلام محمد ايلاقي وايي چي امنيتي ځواکونه بايد هيواد ته د بي کيفيته ډبرو د را ننوتو مخه ونيسي تر څو زموږ خپلي ډبري تر پروسس وروسته بيرته په لوړه بيه پر موږ خرڅي نسي.

دا يوازي د مرمرو ډبري ندي چي د پاکستان په نامه نړيوالو بازارونو ته لاره مومي، بلکي د افغانستان ډيري صنعت ګر خپل محصولات د پاکستان په نامه له هغي خاوري بهر ته صادروي.

هغوی د دغه کار اصلي لامل له خپلو کاروبارونو د دولت نه کافي ملاتړ او هغه ستونزي بولي چي دوی ورسره په افغانستان کي لاس او ګريوان دي.

د بيلګي په توګه د افغانستان غالۍ چي د نړي په کچه پراخ شهرت لري هم تر ډيره بريده د پاکستان له لاري د هغه هيواد د محصول په توګه بهر ته صادريږي.

په ورستيو دوو لسيزو کي د پاکستان د سوداګرۍ سکټور يو شميرهغو افغانانو ته د ميشتيدو قانوني اسناد ورکړل کوم چي د غاليو په اوبدلو بوخت ول او اوس د هغوي د غاليو محصول بهر ته د پاکستاني توليداتو په نامه استول کيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل