1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حق پرست:«د ځوانانو خوشحالول می ارمان دی»

۱۳۹۰ شهریور ۸, سه‌شنبه

مشهورسندرغاړی نجيب حق پرست له آلمان غږ راډيو سره د کوچني اخترد لمانځني په مناسبت په ځانګړی خپرونی کی د اوريدونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او وويل چي هغه د ورځي لس ساعته کار کوی او پاتی وخت یی خپل هنر ته وقف کړی دی.

https://p.dw.com/p/12PwX
مشهور افغان سندرغاړی نجیب حق پرست
مشهور افغان سندرغاړی نجیب حق پرستانځور: N. Haqparast

د آلمان غږ راډيو په یوی ځانګړی خپرونی کی  د افغانستان له دننی او بهر زمونږ د خبریالانو له لاری اوریدونکو خپلی پوښتنی راواستولی تر څو نجیب حق پرست  ته یی وړاندی کړو او هغه ورته ځواب  ووايی:
 
هلمند، مدثر دعوت:
زما ټول ژوند په جګړی کي تير شوي دي. تاسو د يوه سندرغاړي په توګه څنګه کولاي شي چي زما غوندي يو ځوان خوشحاله کړي؟

نجيب الله حق پرست:
د ستا غوندي ځوانانو خوشحاله کول خو زما ارمان دي. خو کاشکي چي زه پوهيداي چي ته په څه شي خوشحاله کيږي که زما آواز تاسو خوشحاله کولاي شي نو زه به ضرور تاسو ته خپله يوه سندره زمزمه کړم. «د اختر په اړه د نجيب حق پرست د سندري زمزمه»

( د آلمان غږ راډيو د سه شنبه  مازيګرني خپرونه واوري. مننه د آلمان غږ راډيو نشراتي څانګه)

خوست، عبدالصبور:
زه خپل سلامونه د المان غږ راډيو ټولو کارکونکو ته او د خپروني ميلمه، نجيب حقپرست ته وړاندي کوم. زما پوښتنه دا ده چي حق پرست صاحب خپلي ټولي سندري په کندهارۍ لهجه ويلي دي، کيداي شي چي د اختر په اړه کومه سندره  په خوستۍ لهجه زمزمه کړي؟

نجيب الله حق پرست:
لکه څنګه چي تاسو پوهيږي مونږ په افغانستان  کي يوه د ارزيابۍ شعبه وه چې به په کي کارپوهان ناست ول او سندري به يي له بيلا بيلو اړخونو څخه ارزيابي کولي. دغو کارپوهانو به موسيقي، شعر، تلفظ او نورو شيانو  باندي غور کاوه. زه هم اوس غواړم چي د هماغي اداري په معيارونو برابري سندري ووايم چي د رسنيو د نشر څخه پاتي نه شي که نه نو خوستي، جلال آبادۍ او نوري لهجي ټولي زما سر او سترګي دي او که زه و کولاي شم نو په نورو لهجو لکه په هزاره ګۍ او اوزبکۍ به هم سندري ووايم.

کابل، وحيدالله:
سلام او اختر مو مبارک شه. د ښاغلي حق پرست څخه مي پوښتنه دا ده چي ايا دي په افغانستان کي هم کوم پروګرام په پام کي لري او که نه؟

نجيب الله حق پرست:
 د سترګو توره، کاشکي زما تقدير په افغانستان کي وي، نو که نور خلک په پښوځي زه به پر سرلاړشم. اوس خو مي په تاسف سره په افغانستان کي کوم پروګرام په پام کي نه شته او دا ځکه چي په اروپا کي د افغان مهاجرهم پر ما ډير حق دي او هغو لا ډير وختي ما ته ويلي وي چي بايد يي خدمت ورسيږم. د وطن حق خو راباندي لا ډير دي خو کاشکي چي وشم کولاي چي په نږدي وخت کي افغانستان ته  درشم.

هرات، نيلاب:
سلام مي ومني. زه د المان غږ څخه مننه کوم چي مونږ يي له نجيب الله حق پرست سره نږدي کړو. زما پوښتنه د حق پرست څخه دا ده چي ده په څو کلنۍ کي سندرغاړۍ پيل کړه، څومره سندري يي ويلي دي او ايا له ده سره د کورنۍ مرسته هم او که نه؟

نجيب الله حق پرست:
نيلاب جاني ما د وړوکوالي څخه سندرغاړۍ سره علاقه درلوده خو کله چي مهاجر شوم نو زه د سندرو څه لري پاتي شوم. کله چي په مي په غربت کي کله په کور کي کومه سندره زمزمه کړه نو د کور نورو غړو به راته ويلي چي «نه شرميږي، وطن په وينو کي رغړي او ته سندري وايي». بيا مي ډير وخت وروسته په المان کي په سندرو پيل وکړ.

نيلاب جاني که رښتيا ووايم ما ته مي د خپلو سندرو شمير نه دي معلوم او په مشخصه توګه نه پوهيږم چي څومره سندره مي ويلي دي.

کويټ، احمد طيب:
 زه اصلا  له کندهار څخه يم.  خو له ډيره وخته  را په دي خوا په کويټ کې ژوند کوم. لومړۍ ټولو ته د اختر مبارکي وايم او د خداي څخه غواړم چي زمونږ څخه غمونه لري کړي او زمونږ هره ورځ اختر کړي. په دويم قدم کي مي د حق پرست څخه پوښتنه دا ده چي کله به د کويت په لور راشي؟ دي خو اوس په دي سړو ځايونو کي ژوند کوي نو کله دي دي ګرمو سيمو ته هم راشي!

نجيب حق پرست:
 زما ګرانه وروره زه دلته په رسمي دندي بوخت يم او د ورځي که لس ساعته کار کوم او تر هغي وروسته چي کوم وخت پاتي شي هغه په موسيقي مصروفوم. په کال  کي 27 ورځي رخصتي لرم نو چي وخت مي پيدا کړ حتمي  په کويټ در سم.

لوګر، ملنګ:
اختر مو مبارک شه، زما پوښتنه دا ده چي ايا حق پرست د لوګر محلي سندرغاړو لکه بيلتون،  سلام لوګړي او مرحوم دوري لوګړي او نورو سره علاقه لري او که نه؟

نجيب الله حق پرست:
ولي يي نه لرم. زمونږ د وطن محلي سندرغاړي د خپلو سيمو څخه استازيتوب کوي او دوي زمونږ د وطن د باغ ښايسته ګلان دي او زه هم ورسره ډير علاقه لرم.

کندهار، رحمت الله:
سلام او اختر مو مبارک شه. زه د حق پرست سندري اورم. حق پرست صاحب خداي دي وکړي چي روژه در باندي په خير تيره شوي وي پر مونږ خو په کندهار کي په جګړو کي تيره شوه. حق پرست صاحت کله کندهار ته راځي چي مونږ ته سندري ووايي او مونږ سره د زړه خواله وکړي؟

نجيب الله حق پرست:
 روژه مو په خير تيره کړه. خدا دي دا جګړي ختمي کړي چي تاسو يي لا تراوسه د وير په ټغر کښينولي ياست  او د غم  شپي ورځي خفه کړي ياستي. کندهار زما وطن دي او ډير مي زړه غواړي چي هلته ووسم نو ضرور کندهار ته درځم او هلته سندري تاسو ته  وايم.

پيښور، حاجي ګلاب:
 د المان غږ راډيو کارکونکو او نجيب حق پرست ته خپل سلامونه وړاندي کوم او ورته د اختر مبارکي وايم. اوس خو حق پرست هم په پرديسۍ کي اختر تيروي او مونږ يي هم په پرديسۍ کي تيروو خداي دي وکړي چي په راتلونکو اخترو کي ټول سره يو ځاي په خپل وطن کي اختر ولمانځو.

حق پرست:
(زه هم دا هيله لرم. ښه ده چي دي اوريدونکي پوښتنه را څخه ونه کړه.)

امريکا، حسن شيزاد:
زه په شمالي کلفورنيا کي اوسم او دلته د پښتو يوه ادبي ټولنه هم لرو. د حق پرست څخه مي غوښتنه دا د ه چي دي راته د اختر په اړه خپله سندره زمزمه کړي.

نجيب الله حق پرست:
چي وطن ته لاړم تر هغو وروسته به امريکا هم ته درشم. دغه سندره به تاسو ته د المان غږ راډيو په اصلي بڼه نشره کړي.

(د نجيب حق پرست د اختر سندره د سه شنبي د ورځي  په همدي ځانګړي پروګرام خپره شوه.)

المان، حما نورزي:
 سلامونه مي ومني.   په لومړي سر د آلمان غږ راډيو کار کونکو او د هغي اوريدونکو او  نجيب حق پرست ته د اختر مبارکي وايم.  زه نوي آلمان ته راغلي يم، دا لومړي ځل دي چي  اختر د پرديسي په ټاټوبي کي راباندي تيږيږي. د نجيب الله حق پرست څخه مي پوښتنه دا ده چي څنګه کولاي شو چي خپل کلتور وساتو؟

نجيب الله حق پرست:
 خپل کلتور او عنعنات مونږ هغه وخت ساتلي شوي چي خپل تاريخ ژوندي وساتو. زما پيغام دا دي چي نور په افغانستان کي جګړه پاي ته ورسيږي او ټول افغان په خوشحالي سره يو نوي ژوند پيل کړي.

يادونه: نجيب حق پرست  سره د آلمان غږ راډيو د پښتو خپروني تليفوني تماس ونيو او هغه د تيلفون له لاري د اوريدونکو پوښتنو ته يي ځوابونه وويل. د دغي خپروني کوربه توب د حاجري حرکت او غوټي پوپل په غاړه وه

کتونکي: عبدالباري حکيم