1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس او الفتح د ملي يووالي د حکومت پر سر خبري کوي

۱۳۸۷ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

تراوسه سره منشعبي فلسطينۍ ډلي چي ډيري ناندرۍ يې په منځوکي موجودي دي غواړي، چي وروسته تر 2کالو بيلتانه څخه نن سه شنبې دلمړي ځل لپاره په قاهره کي سره وګوري ...

https://p.dw.com/p/H9FH
حماس او الفتح په قاهره کښي د ملي يووالي د حکومت پر سر د خبروکولو پر وخت
حماس او الفتح په قاهره کښي د ملي يووالي د حکومت پر سر د خبروکولو پر وختانځور: picture-alliance / dpa

اوديو والي دحکومت پر جوړولو خبري سره وکړي . دفلسطينيانود الفتح دډلي مشر اوجمهور ريس محمود عباس ددې لس ورځنۍ کتني اودداخلي سياست له مخي سر سخت دښمن سره له خبرواترو څخه دمخه څرګنده کړيده چي، ده خپل ورسره هيت ته هدايت ورکړيدی چي دپخلايني دخبرو اترو دبريالي کيدو لپاره ډير زياروباسي . عباس چي دکورواکه سيمي دادارې دمشر په حيث يي دکاردوره همدا دوې مياشتي پخوا پای ته رسيدلې ده، وايي چي موږ بايده دي ديو والي دحکومت دمنځته راوړلو لپاره موافقي ته سره ورسيږو، ترڅو چي دانتخاباتولپاره چي د2010کال دجنورۍ په مياشت کي بايد ترسره شي تياري ونيولی سو .

په قاهره کي دحماس او دالفتح له کتني څخه لږ پخوادفلسطينيانو د تنګسې دوخت دحکومت (مؤقتی حکومت) تراوسه مشر سلام فياض په رام الله کي خپله استعفا وړاندي کړه اودهغه لپاره يي داسي دليل راوړۍ چي ،

«دااستعفا به دفلسطينيانو ديو والي دحکومت په جوړولوکي مرسته وکړي، اوپري به ږدي چي دفلسطينيانو ملي يو والی بيرته پيل شي» .

بي طرفه دمالي چارو کارپوه فياض ته دامريکا دمتحده ايالتونو اوداروپايي ټولني لخوا په ډيره درنه سترګه کتل کيږي . ځکه چي ده پدې 20 مياشتوکي چي حماس دغزې په تړانګه کي حکومت کړيدی، دخودمختاره ادارې دچاروترسره کول اودهغه اغيزناک والی په لويديزاردون کي له ورايه بهتره کړيدی . داعقيده په لويديزاردون کي دده ډير وطنوال هم لري . يو فلسطينی وايي :

« دسلام فياض حکومت ډير بريالي ؤ.دغه حکومت دسيمي په سطحه کراري او نظم راووسته، پداسي حال کي چي پخوا له هغه بي قانوني هره خوا خوره وه .سربيره پردې دفياض حکومت دکارګرولپاره داسي قوانين منځته راوړل چي دکارشرايط ،مزد او معاشونه يي بهتره کړل .»

د خلکوڅخه دفلسطينيانود سياست اودعقايدو دڅيړلو ديوه مرکز دنوونظر پوښتلو دځوابونو له مخي د دواړو فلسطيني دښمنو ډلو ترمنځ دحماس وزنه ډيره شوېده .که اوس درياست جمهوري انتخابات تر سره سوي وای نودحماس ليري کړای شوی مشر اسماعيل حنيه به له محمود عباس څخه يو څه ډيري رايي ګټلي وای .

دواړو فلسطيني ډلو دخپلو خبرو اترو لپاره چي دمصر دعربي جمهوريت په منځګړيتوب دسه شنبيې په ورځ پيل کيږي پر 5 موضوعګانو باندي دخبرو اترو موافقه سره کړيده.

تر ټولو دمخه بايده دي يو لنډمهاله حکومت جوړسي چي دراتلونکي کال په سرکي ترټاکنو پوري دچارو واګي په لاس کي ونيسي اوپه نورو له ستونزو ډکومسايلو لکه امنيت او مالي چارو باندي هم بايد خبري وسي .دحماس په نظر دفياض استعفا دعادي حالت دبيرته راتګ معنی لري .ځکه چي د2006کال په جنورۍکي خلکو خپلي رايي فياض ته نه ، بلکه دوی ته ورکړي وې . دحماس وياند ايمان طها وايي :

«مونږ پدې عقيده يو چي په حکومت کي دفياض موجوديت حقاني نه ؤ، اوتر عادي شرايطو لاندي منځته نوو راغلی . په دې خاطر دده استعفا وضعه بيرته رښتياني حالت ته راولي »

الفتح په قاهره کي دخبرو اترو له پيل کيدو څخه دمخه ځان هيله من ښيي . اووايي چي دوی ته داسي احساس پيدا شوی چي حماس هم ددوی په شا ن د مثبتي نتيجي اخيستلو ته علاقه مندي لري . سربيره پردې دامريکا حکومت عباس ته اجازه ورکړېده چي ديووالي دحکومت دجوړولو په هکله له حماس سره خبري وکړي .

ويرينکوټه /رحيله اميري

کتونکی : محمد قاسم نوري