1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس او فتح گډ حکومت جوړوي

۱۳۹۰ بهمن ۱۸, سه‌شنبه

د حماس او فتحي ډلو د دوشنبې په ورځ د یوه گډ حکومت پر جوړولو موافقه وکړه. دغه دوې ډلي له څلورو کلونو راهیسي په مخالفت کي وې. اسرائیلو له دغي موافقي سره خپل مخالفت ښودلی دئ.

https://p.dw.com/p/13yMy
انځور: dapd

اسرائیل نه غواړي چي د حماس له ډلي سره ډیپلوماتیکي اړیکي ولري. د اسرائیلو صدراعظم بن یمین نتانیاهو، ویلي دي چي محمود عباس نه شي کولای چي له اسرائیلو او حماس سره په یوه وخت کي سوله وکړي. نتانیاهو ویلي دي چي عباس باید له دغو دواړو څخه یو انتخاب کړي. هغه زیاته کړې ده چي حماس او سوله سره نه جوړیږي.

په همدي حال کي د ملگرو ملتونو سر منشي بان کیمون، له عباس څخه غوښتي دي چي له اسرائیلو سره خبري اتري و نه دروي. هغه زیاته کړې ده چي د اسرائیلو او حماس سره د سولي بهیرونه باید دوه متضاد بهیرونه و نه گڼل شي.

د منځیني ختیځ د سولي بهیر پرمختگ نه کوي

اوس هم د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولي هڅي رواني دي، خو ځیني کسان په دې باور دي چي دغه هڅي به کومه فایده و نه کړي. اوس ډیر شمیر کسان له بلي لاري د فلسطین د ستونزي د حلولو په فکر کي دي.

عباس د حماس د ډلي له مشر خالد مشال، سره په قطر کي د سولي تړون لاس کړ. عباس د دوشنبې په ورځ وویل چي دغه تړون به ډیر ژر د عمل په دگر کي پلي شي.

فلسطین د ۲۰۰۶ کال راهیسي پر غزي تراډه او غربي بانک باندي ویشل شوی دئ. کله چي حماس د فتحي له ډلي څخه پارلماني ټاکنی وگټلي هغوی په ۲۰۰۷ کال کي دغه ډله د غزي له تړادي څخه وایستله.

د اشتۍ تړون

د دوشنبي د ورځي د تړون له مخي به عباس د گډ حکومت صدراعظم شي. دغو دواړه ډلو د ۲۰۱۱ کال په مي میاشتي کي د اتحاد پر اوسنی تړون باندي موافقه کړې وه. خو دغه تړون ځکه پلي نه شو چي دواړه ډلي د مشر د ټاکلو پر موضوع سر موافقي ته و نه رسیدلي. حماس نه غوښتل چي فیاض د گډ حکومت مشر پاته شي.د حماس د ډلي مشر ویلي دي چي ډله ئې دې ته چمتو ده چي یو قوي حکومت جوړ کړي چي د اسرائیلو د یرغل پر وړاندي مقاومت وکړي.

حماس او فتح د قطر په هیواد کي د سولی دغه تړون لاسلیک کړ. دواړو ډلو موافقه کړې ده چي په راتلونکي مي میاشتې کي ټاکنې وکړي. د فتح د ډلي یو ویاند عظم الاحمد ویلي دي: «موږ د ټاکنو پر ترسره کولو او د هغو په وړاندي د موانعو پر له منځه وړلو موافقه کړې ده.»

نړیوال ملاتړ

اروپایي اتحاديي د یوي بیانې په ترڅ کي ویلي دي چي په فلسطین کي د گډ حکومت له جوړیدو ملاتړ کوي. د اروپایي اتحادیي ویاند ویلي دي چي اروپایي اتحادیه به له فلسطین سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس، فرانس پرس، اسوشیتت پرس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل