1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حماس په غزې کې د اوربند وړاندیز رد کړ

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۴, سه‌شنبه

په غزې کې تر یوې اوونۍ جگړې وروسته د یوه اوربند هیلې راپیدا شوې دي. مصر غواړي چې د اسرائیل او حماس تر منځ په غیر مستیقمو خبرو اترو کې منځگړتوب وکړي. خو حماس دغه وړاندیز رد کړی او اسرائیل بیا منلی دی.

https://p.dw.com/p/1Ccyp
انځور: Reuters

د حماس رادیکاله اسلامپالې ډلې د مصر له لوري له اسرائیل سره د یوه اوربند وړاندیز رد کړی دی. د حماس ویاند فوسي بارهوم، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي دي: «د جگړې پر مهال د خبرو اترو له پاره وسلې پر ځمکه نه شي کیښودل کیدای.» د دوشنبې په شپه د حماس له لوري په یوه مطبوعاتي بیانه کې ویل شوي وو: «موږ د یوه تړون دمخه هر رنگه اوربند ردوو.»

مصر د دوشنبې په ماښام د اسرائيل او حماس تر منځ د یوه اوربند پلان وړاندې کړ. د دغه تړون له مخې د سه شنبې د سهار له اتو بجو څخه د اوربند د نافذیدو وړاندیز شوی وو. پر دې سربیره د پلان له مخې باید د غزې تراړې سرحد هم پرانیستل شوې وای او په ۴۸ ساعتونو کې د مصر په پلازمینه قاهره کې د اسرائيلو او حماس تر منځ غیر مستقیمې خبرې اترې پیل شوې وای.

د عربي لیگ ملاتړ

خو برعکس د اسرائیل حکومت د مصر دغه وړاندیز ته مثبت غبرگون ښوولی دی. د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، دفتر خبر ورکړی دی چې امنیتې کابینې د مصر له لوري د حماس له راډیکالې اسلامپالې ډلې سره د یوه اوربند وړاندیز منلی دی.

همداشان عربي لیگ هم په قاهره کې په یوې بیړنۍ غونډه کې د مصر د وړاندیز هر کلی کړی دی. د عربې لیگ تر غونډې وروسته په یوه بیانیه کې د بهرنیو چارو وزیرانو له اسرائیل او حماس څخه غوښتي دي چې د مصر له لوري پر لار اچول شوی نوښت ومني. په عین وخت کې د عربي لیگ مشر نبیل العربي، پر اسرائیل باندې د «جنگي جرمونو او بشریت ضد جرمونو» د تر سره کولو تور پورې کړی دی. هغه زیاته کړې ده: «اسرائيل له سیاسي خوندیتوب څخه برخمن دی. هغه د جرمونو مرتکب کیږي بېله دې چې د هغې له پاره مسوول وگڼل شي.»

یو ځل بیا د توغندیو بریدونه شوي

حماس یو ځل بیا پر اسرائیل باندې توغندي توغولي دي. د اسرائیلو د پوځ د وینا له مخې یوازې د دوشنبې په ورځ پر اسرائیلو باندې ۸۵ توغندي لگیدلي دي او ۱۵ نور بیا د دافع هوا په واسطه له منځه وړل شوي دي. پر دې سربیره د دوشنبې په شپه د اسرائیل پر سویلي بندري ښار ایلات باندې یو شمیر توغندي لگیدلي دي. د اسرائيلو یوه پوځي ویاند په دې اړه څه نه دي ویلي چې دغه توغندي له کوم لورې راغلي دي. ښایي دا دې ته اشاره وي چې دغه توغندي د مصر د سنیايي سیمې څخه د تندلارو اسلامپالو له لوري توغول شوي وي.

همداشان اسرائیل هم خپلو هوایي بریدونو ته ادامه ورکړې ده. د فلسطینيانو د معلوماتو له مخې د دوشنبې په ماښام نورو شپږو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د غزې د معلوماتو له مخې د تیرې سه شنبې راهیسې تر اوسه د غزې په تراړه کې د اسرائیلو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنو فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوی منځگړتوب

د امریکا متحده ایالاتو حکومت غزې تراړې ته د ځمکنیو ځواکونو د لیږلو له کبله اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی. په واشنگټن کې سپینې ماڼۍ روښانه کړې ده چې له دې کار سره به ملکي کسان لا ډیر زیانمن شي. خو په عین وخت کې متحده ایالاتو پر دې باندې ټینگار کړی دی چې د اسرائیل حکومت د توغندیو له بریدونو سره د خپل ولس د خوندي ساتلو حق او «مکلفیت» لري.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سه شنبې په ورځ مصر ته سفر کوي تر څو په منځني ختیځ کې د سولې د منځگړتوب پر امکاناتو باندې غور وکړي. همداشان د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، لومړی د اسرائیلو د عدلیې وزیرې څیپي لیوني، او بیا وروسته په رم الله کې د فلسطین د خپلواکمنې ادارې له مشر محمود عباس سره لیدلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب