1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حمید رحیمي خپل سیال ته ماتې ورکړه

۱۳۹۱ آبان ۹, سه‌شنبه

افغان سوک وهونکي حمید رحیمي، د سه شنبې په ورځ له خپل تانزانیایي سيال سید‏‎ ‎ایمبلوا، سره په کابل کې سیالي وکړه. ښاغلی رحیمي د لوبې ګټونکی شو. هغه په اووم ‏روند کې وتوانید چې لوبه وګټي.‏

https://p.dw.com/p/16Zjs
انځور: REUTERS

د لوبې په لومړي روند کې د دواړو ورزشکارانو له خوا پر یو بل باندې کوم د پام وړ برید ‏و نه شو او روند د یوازې څو سوکانو په تبادله کیدو سره پای ته ورسید. خو سیالي په ‏پنځم، شپږم او اووم روند کې ډیره جدي شوه. رحیمي څو وارې خپل حریف پر مخې په ‏سوکانو وواهه او د هغه تانزانیایي حریف هم د رحیمي ځواب په سوکانو ورکړ.‏

خو هر څه د لوبې په اووم روند کې هغه وخت پای ته ورسیدل چې د رحیمي د تانزانیایي ‏حریف سید ایمبلوا، اوږه ژوبله شوه او هغه و نه شو کولای چې مسابقې ته دوام ورکړي.‏

د لوبې په څو روندونو کې خو سید ایمبلوا، رحيمي ته اشارې کولې چې راشي هغه ‏وواهي. داسې پریښیدل چې دغه ورزشکار غوښتل رحیمي «ناک اوت» کړي خو داسې و ‏نه شول.‏

دغه سیالۍ د کابل په تر ټولو لوی صالون یعنې د لوی جرګې په خیمه‎ ‎کې تر سره شوه. د ‏لوی جرګې خیمه له لیدونکو څخه ډکه وه. تر دې مخکې یوه امریکايي وتلي سوک‎ ‎وهونکي او آزاد مبارز بینژاره له رحیمي سره د لوبې له پاره ټټر وهلی وو خو د‎ ‎ناڅرګندو ‏لاملونو له کبله هغه په سیالي کې له ګډون څخه پر شا شو‏‎.

حرفوي سوک وهونکی حمید رحیمي، چې له خپلي کورنۍ سره یو ځای له المانه کابل‎ ‎ته ‏راغلی دی وایي چې د نړۍ په ډیرو سیالیو کې یې خپل حریفان پر ګونډو کړي‏‎ ‎دي. حمید ‏رحیمي تر سیالي مخکې د ملي تلویزیون له لارې په داسي حال کې چې په سوو مینه وال‎ ‎یې هم ورسره ول ویلي وو چې دی د سولې له پاره سیالي کوي.‏

رحیمي په اووم روند کې د لوبې ګټونکی اعلان شو.
رحیمي په اووم روند کې د لوبې ګټونکی اعلان شو.انځور: REUTERS
د لوبې لومړي څو روندونه پرته له دې چې کومه اړخ ډیرې نمرې تر لاسه کړي پای ته ورسیدل.
د لوبې لومړي څو روندونه پرته له دې چې کومه اړخ ډیرې نمرې تر لاسه کړي پای ته ورسیدل.انځور: REUTERS

کرزي رحیمي ته تبریکي ووایله

ولسمشر حامد کرزي، د چهار شنبې په ورځ افغان سوک وهوونکي حمید رحیمي ته د هغه د بریا له کبله تبریکي وویله. د ولسمشرۍ د دفتر له خوا په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې افغان ولسمشر د حمید رحیمي له تانزانیایي سیال څخه هم مننه کوي چې افغانستان ته راغلی او بیا یې په دې سیالۍ کې ګډون وکړ.


مسعود جهش/ میرویس جلالزی