1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حُکم : مسلمانان اوهندواڼ بايد د بابري دمځکي ساحه سره وويشي

۱۳۸۹ مهر ۹, جمعه

په هندوستان کي د 60 کلو راهيسي د هندواڼو او مسلمانانو شخړه د محکمې د يوې فيصلې په واسطه پای ته ورسيده ، خواصلي پوښتنه داده چي دا ځای اصلاً د کوم مذهب د پيروانو دی ، د هندواڼواو که د مسلمانانو ؟

https://p.dw.com/p/PRpM
د بابري د مسجد په شاوخوا کښي د امنيتي قواوو ډيريدل
د بابري د مسجد په شاوخوا کښي د امنيتي قواوو ډيريدلانځور: UNI

په ۱۹۹۲ کال ميلادي کي متعصبه هندواڼو د اوتار پرديش د ايالت د ايديا په سيمه کي په ۱۶پيړۍ کي جوړ سوی د بابري مسجد د مځکي سره برابر کی . ددغي شخړي له امله د دواړو مذهبي ګروپونو تر منځ د ۲۰۰۰ څخه زيات خلک ووژل سول . دغه مځکه اوس بايد د هندواڼو او مسلمانانو تر منځ وويشل سي . د خپاره سوو معلوماتو له مخي د عدالت فيصله په ۱۰۰۰۰ پاڼو کي تشريح سويده . ددې دپاره چي دغه فيصله عملي سي، د ايديا سيمه تقريباً د دوو لکو څخه زياتو امنيتي ځواکونو په ولکه کي ده .

اکثره دغه امنيتي پوځونه د اوتار پرديش په ايالت د ايوديا په سيمه کي ځای پر ځای سويدي . د ځواکونو د ځای پر ځای کولو اصلي هدف داؤ چي ، د مسلمانانو او هندوانو د شخړو او جګړو مخ ونيسي ، په ايوديا کي ښوونځي ، دفترونه ، او دوکانونه تړل سوي دي ، يو عجيبه سکون او ارامي ده ، چي د خلکو بيره او ډار يې لا زيات کړيدی او خلک پدې فکر کي دي چي څه به کيږي ؟

د خلکو په فکرونو کي د کال ۱۹۹۲ ميلادي شخړي کښته پورته کيږي ، په هغه وخت کي هندوانو په ايوديا کي د بابري مسجد چي په کال ۱۵۲۸ ميلادي کي جوړ سوی ؤ ، بريد وکړ ، او دا چيغي او نارې يې پورته کړې چي دغه ځای په اصل کي د هندواڼو د خدای راما د زيږيدو ځای دی ، په کوم ځای کي چي اوس دغه جماعت جوړسوی دی . هندواڼ دا ادعا کوي او وايي چي دغه مسجد په زور سره د راما د عبادت پر ځای جوړ سوی دی .

Indien Ayodhya Urteil Moscheegelände wird geteilt
انځور: AP

هندوستان پدې هکله په خوښي سره دا ادعا خپلوي چي هندوستان په اصل کي د مختلفو کلتورونو او د نړۍ د لويو مذهبو د ژوندکولو ګډ ځای دی . د هندوستان د کورنيو چارو وزير چيدمبارام د عدالت د فيصلې څخه يو څو ساعته دمخه د خلکو څخه هيله وکړه او وه يې ويل چي ،

«زه هيله لرم چي ددې هيواد او ټولني ټول فراکسيونونه به ددغه هيواد د حکومت سره په ګډ کار ته اوږه ورکړي ، او د هغ ارزشتونو شاته ودريږي ، کوم چي زمونږ ټولو دپاره په هندوستان کي مهم او زړه ته نژدې بريښي .»

د ايوديا ښار چي ۵۰۰۰۰ زره نفوس لري ، پدې ورځو کي د څلورو مترو اوچتو د سيم د کټارو په واسطه راګيردی ، او د پوځيانو له اړخه يې څارنه کيږي ، په کال ۱۹۸۴ ميلادي کي د هندي نشنلسټانو لخوا دا غوښتني پيل سوي وې، چي ددغه جماعت پر ځای دي د راما درمسال يا عبادتځای جوړ سي .

د پخوانيو روايتونو پر بنأ ۹۰۰۰۰۰کلونه د مخه پردغه ځای باندي د مځکي خدای راما زيږيدلی دی . شخړوهغه وخت زور واخيستی ، کله چي په کال ۱۹۹۰ ميلادي کي لال کريشنا ادواني د بي يوت پي د پارټي او نورو مخکښه سياستوالو پدغه بحث کي برخه واخيستله .

په کال ۱۹۹۲ ميلادي کي ددغه جماعت د نړيدو له کبله د هندواڼو د راما د خدای د عزت د پاره پدغه ځای کي د مرستي د يوه صندوق بنسټ هم کښيښوول سو .

Sicherheitskräfte bewachen eine Moschee vor dem mit Spannung erwarteten Urteil des Supreme Courts zu Ayodhya in Bhopal
انځور: UNI

د بمبيي د بريدونو يوازنی ژوندی پاته سوی بريد کونکی محمد اجمل کساب دا ويلي وه چي ، د مومبای بريد په اصل کي د بابري مسجد د قصد اخيستل وه . په حقيقت کي دغه مسجد په کال ۱۹۴۰ ميلادي کي د جمات جان مستان په نامه ياديدی ، مانا يي د زيږيدو د ځای جمات ، دغه جمله په اصل کي د دواړو مذهبو دپاره يوه معنی او مفهوم په ګوته کوي .

د محکمې د فيصلې پر اساس دغه ځای يا مځکه چي ۵۰۰ متره په ۵۰۰ متره کي پراخوالی لري ، د دواړو مذهبي ګروپونو په منځ کي وه ويشل سوه ، دوې برخي يې د هندو مذهبي ګروپونو دپاره ، يوه برخه يې د مسلمانانو دپاره .

پدې هکله مشهور قانوني ماهر راجيف دهوان نا اميدي څرګندوي ، او وايي چي ،

«که چيري سړی يوه مځکه ويشل غواړي ، نو مخکي بايد دا معلومه او څرګنده سي چي د ا مځکه د چا ده ؟ زما په فکر محکمې پدې اړه داسي يو څه وکړه چي دا کار يې بايد نه وای کړی . ځکه چي دغي مهمي پوښتني ته يې اصلاً جواب ندی ورکړی . په اخرنيو کلونو کي اصلي پرابلم دا ؤ چي ، دواړو مذهبي ګروپوغوښتل دغه مځکه په خپل منځ کي وويشي ، او پردې بريالي نسول ، او اوس محکمه دا خبره کوي چي تاسي دا کار وکړی، او هغه هم په درو مياشتو کي . »

پرييا/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري