1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«حکتميار دي له خلکو بخښنه وغواړي»

۱۳۹۵ مهر ۴, یکشنبه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيسې سيما سمر، له حزب اسلامي سره د سولي تړون هرکلی کړی او له گلبدين حکمتيار څخه ئې غوښتني دي چي پخپله د هغو کړونو په اړه چي پخوا ئې گړي دي بخښنه وغواړي.

https://p.dw.com/p/2QZKv
Dr. Sima Samar
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيسه سيما سمرانځور: DW/Hussain Sirat

د افغانستان حکومت د تيري پنجشنبې په ورځ د حزب اسلامي له استازو سره د سولي موافقتنامه لاسليک کړه. د دغه وهکړه ليک يوه ماده حکمتيار او د هغه قوماندانانو ته قضايي خونديتوب ورکوي.

خو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د دغي مادې په اړه غبرگون ښوولی دئ. سيما سر ويلي دي چي له حزب اسلامي سره د سولي تړون ملاتړ کوي، ځکه د هر جنگ د حل لار سوله ده. خو هيڅوک نه سي کولای چي د قربانيانو حقونه وبخښي، يا هغه کسانو ته چي بشري حقونه ئې تر پښو لاندي کړي وي، قضايي خونديتوب ورکړي.

سمر وويل بخښنه غوښتل او د خلکو په رنځ او درد ځان خبرول، د سولي راوستلو په برخه کي لومړنی او زړور اقدام دی: «د افغانستان د يوې وگړي په توگه مي له ښاغلي حکمتيار څخه دا غوښتنه ده چي مېړانه وکړي او له افغانانو په ځانگړې توگه له هغو کسانو چي د ده د گوند له وژل سوي، بخښنه وغواړي، څو يوې سياسي پروسې ته لار اواره سي.»

د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون رئيسې ټينگار وکړي چي د حکومت په گډون هيڅوک نه سي کولای چي د قربانيانو حقوق بل ته ور وبخښي يا يوچا ته قضايي خونديتوب ورکړي: «هيڅوک نه سي کولای چي حق العبد بل ته وبخښي او هيڅوک نه سي کولای چي جنگي، نړيوال او د بشري حقونو ضد جنايتونه وبخښي، ځکه دغه جنايتونه په ځای او وخت پوري تړلي نه دي.»

په دولتي زندانونو کي شکنجې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دغه کنفرانس کي د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت په زندانونو کي د شکنجو په اړه هم اندېښنه وښودله. ياد کمېسيون وايي چي له دې سره سره چي په افغانستان کي د شکنجې شمېر لږ سوی، خو اوس هم دغه پديده سته.

سمر وويل: «هيله لرم چي هيڅوک شکنجه نه سي. خو تر اوسه پوري د شکنجې په اړه هيڅوک پوښتل سوي نه دي، هغه که امنيتي ځواکونو دي که مسئولان. ځکه نو موږ اندېښنه ښيوو او په افغانستان کي بايد شکنجه د يوه غير انساني عمل په توگه له منځه ولاړه سي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چي په افغانستان کي له ۲۹ تر ۳۰ زرو کسانو پوري بنديان دي، خو ډېر ئې مدافع وکيل نه لري. ياد کمېسيون وايي چي په دوو ولايتونو روزگان او زابل کي چي نا امنۍ ډيري دي او ډېر بنديان لري، په هر ولايت کي يوازي يو يو مدافع وکيل سته چي دا هيڅ بسنه نه کوي.