1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکمتيار: سولي ته تيار يم

۱۳۹۰ دی ۲۶, دوشنبه

د افغانستان د اسلامي حزب د ګوند مشر ګلبدين حکمتيار، د يکشنبې په ورځ له افغان اسلامي آژانس سره په يوه مرکه کي ويلي دي چي هغه په افغانستان کي د جگړې د پای ته رسېدلو له پاره د سولي خبرو ته چمتو دئ.

https://p.dw.com/p/13kGN
د اسلامي حزب مشر گلبدين حکمتيار
د اسلامي حزب مشر گلبدين حکمتيارانځور: AP

حکمتيار په داسي حال کي سولي ته خپل چمتوالی اعلانوي چي په روانه مياشت کي طالبانو په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چي له امريکا سره په قطر کي د يوه سياسي دفتر د پرنيستلو په اړه لومړنۍ موافقې ته رسيدلي دي.

ګلبدين حکمتيار ويلي دي چي د هغه حزب لا پخوا د کابل او واشنګټن له دولتونو سره خبري کړي دي. هغه زياته کړې ده: «موږ د کابل او واشنګټن سره څو واري خبري کړي دي خو تر اوسه پوري مو له هغوی څخه د منلو يو واضح پلان نه دئ تر لاسه کړی.»

ګلبدين زياته کړې ده: «افغان حکومت واک نه لري او متحده ايالات داسي يو پلان چي افغانانو او مجاهدينو ته د منلو وړ وي په لاس کي نه لري.»

حکمتيار ويلي دي چي په افغانستان د سولي پرسر هره موافقه بايد له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل او د دغه هيواد خپلواکي تضمين کړي.

دا په داسي حال کي ده چي د ولسمشر وياند ايمل فيضي، شاوخوا دوې اوونۍ مخکي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي ول چي د حزب اسلامي ځينو استازو په کابل کي له ولسمشر سره په یوې ښې فضا کي ليدلي ول. د فيضي په خبره د دې ليدني پايلي ښې وې.

د ولسمشر کرزي د دفتر يوه چارواکي ويلي دي چي د حزب اسلامي پلاوي له ولسمشر کرزي سره تر ليدو وروسته د امريکايي چارواکو سره هم کتلي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل