1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکمیتار د جنګي جنایتونو له کبله بخښنه نه غواړي

۱۳۹۵ آبان ۲۵, سه‌شنبه

د جزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار، فرانسي خبري آژانس ته په یوه استول شوي غږیز پیغام کې ویلي دي چې هغه به د جنګي جنایتونو له کبله بخښنه و نه غواړي. هغه ویلي دي چې جګړه پرې تپل شوې وه او ده یوازې دفاع کړې ده.

https://p.dw.com/p/2SiYg
Gulbuddin Hekmatjar
انځور: picture-alliance/dpa/AFP/A. Kenare

د افغانستان د ملي یووالي حکومت د روان کال په سپتمبر میاشت کې د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره، د سولې تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې حکمتیار ته، چې ورباندې له ۱۹۹۲کال څخه بیا تر ۱۹۹۶ کاله پورې د افغانستان په کورنۍ جګړه کې د په زرونو ملکيانو د وژلو تورونه لګول شوي دي، قضایي مصوونیت ورکړل شوی دی. دې موضوع د بشري حقونو د ډیرو فعالانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

خو حکمتیار دغه نیوکې رد کړې او د فرانسې خبري آژانس ته یې په یوه استول شوي رپوټ کې ویلي دي: «هغه کسان باید بخښنه وغواړي چې جرم یې کړی وي، او یوې بااعتباره محکمې پر تورونه لګولي وي، نه هغه کسان چې جګړه پرې تپل شوي وي، د اشغالګرو پر ضد دریدلي وي، له ځانه او هیواده یې دفاع کړې وي.»

حکمتیار دغه خبري د هغې پوښتنې په ځواب کې کړې دي، چې د فرانسې خبري آژانس د هغه د زوی حبیب الرحمان، په لاس دغه جهادي قوماندان ته استولي وې. غږیز پیغان بیا تیره اوونۍ د محمد کریم امین، په لاس چې د حزب اسلامي مشر مرکچي دي، فرانسې خبري آژانس ته لیږل شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې حزب اسلامي هڅه کوي چې د ګلبدین حکمتیار انځور په ټولنه کې بدل کړي. د هغه استازی کریم امین، اوس هره ورځ د کابل په هوټلونو کې د مدني ټولني له فعالانو او نورو کسانو سره په ساعتونو لیدني کتني کوي.

د دې تر څنګ، حزب اسلامي هڅه کوي چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د احتمالي خبرو اترو په برخه کې د یوه منځګړي موقف غوره کړی. کریم ویلي دي: «حزب اسلامي کولای شي چې د طالبانو او حکومت تر منځ د یوه منځګړي په توګه کار وکړي.»

کریم ویلي دي چې ډېر طالب قوماندانانو له هغه سره تماس نیولی دی، خو په کابل کې میشت یو لویدیځ دیپلومات وایي چې د ګلبدین حکمیتار ګوند ښايي په هغه اندازه چې ادعا کوي د سولې له بهیر سره مرسته نه کولای شي.

دغه دیپلومات زیاته کړې ده: «حکومت هیله لري چې حزب اسلامي به دې ته لاره پرانيزي چي طالبان به هم د سولې له بهیر سره یو ځای شي، خو زه فکر نه کوم چې د طالبانو مشرتابه دې حکمتیار پر خپلو پریکړو باندې د یوې جدي اغیزې په توګه، وګڼي.»

پر حزب اسلامي باندې همداراز د ښځو حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه لګول کیږي خو حکمتیار بیا په خپل پیغام کې ویلي دي: «زه د ښځو داسې د پام وړ کومه ډله نه وینم چې د سولې تړون مخالفت دې وکړي.»

هغه زیاته کړې ده: «که ستاسو هدف له هغو څو تنو ښځو څخه وي، چې د کابل په پارکونو کې د رسنیو د کمرو پر وړاندي راڅرګندیږي او له ځان سره څلور پنځه شعارونه لیږدوي، نو دا ددې ارزښت نه لري چې موږ پرې خبري وکړو.»

حکمتیار په دې سره هغو مظاهرو ته اشاره کوله چې په سپتمبر میاشت کې په کابل کې د هغه پر ضد وشوې. هغوی له ځان سره داسې شعارونه لېږدول چې پرې لیکل شوي ول: «موږ د کابل قصاب نه شو بخښلای!»

حبیبه سرابي، چې د ملي یووالي حکومت او حزب اسلامي تر منځ د مذاکراتو د ډلې یوازنۍ ښځینه غړې وه، ویلي دي: «د مذاکراتو پر مهال ما له هغوی څخه وپوښتل چې که د ښځو د حقونو پلویان دي نو ولې یې په مرکچي ډله کې یوه ښځه هم حضور نه لري.»

هغې زیاته کړې ده: «استازو وخندل او ویې ویل: موږ ډېري ښځینه ملاتړې لرو خو دا خونه ډیره وړه ده.»

پر ګلبدین باندې په داسې حال کې نیوکې کیږي چې له افغان حکومت سره د هغه د سولې د تړون وروستئ مرحله چې کابل ته د هغه راتګ دی، لا تر اوسه پورې نه ده عملي شوې. حکمتیار ویلي دي: «زه به هغه مهال کابل ته راشم، چې افغان حکومت دې کار ته لار هواره کړي.»