1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان حکومت د ټاکنو د امنیت نیولو ژمنه وکړه

میرویس جلالزی (کابل، افغانستان)۱۳۹۲ شهریور ۲۰, چهارشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټاکنو د امنیت نیولو په موخه یې لازم اقدامات کړي دي او تمه لري چې د افغانستان د هیڅ یوي سیمې اوسیدونکي به په دغه بهیر کې له ګډون څخه محروم نه شي.

https://p.dw.com/p/19fup
انځور: Getty Images/Afp/Shah Marai

په افغانستان کې په ۱۳۹۳ کال کې ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې کیږي. په داسې حال کې چې د دغو ټاکنو د امنیت په اړه ډیرې اندیښنې موجودې دي، د کورونیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه به د رای اچولو پر مهال د افغانانو امنیت ټینګ کړي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي، د چهار شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې د ټاکنو د امنیتي پلان له مخې به په زرهاو تنه پولیس په د ټاکنو پر مهال په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي. صدیقي زیاته کړه چې افغان حکومت پلان لري چې هغه ټولې سیمې د زورپالو له کنتروله راوباسي چې اوس ورته د ټاکنو د کمیسیون مامورین د کار په موخه نه شي ورتلای. صدیقي روښانه کړه چې دغه سیمې به له یاغیانو څخه د پوځي عملیاتو په ترڅ کې ونیولې شي او په کې به ملي او سیمه ییز پولیس ځای پر ځای شي.

د صدیقي په خبره په ټول افغانستان کې د شاوخوا ۸۵۰۰ ټاکنیزو مرکزونو د امنیت ټینګښت په موخه په زرهاو تنه افغان امنیتي ځواکونه ځانګړي شوي. هغه افغانانو ته د ډاډ ورکولو پر مهال وویل: «موږ کولای شو چې د ټاکنو په ورځ او د ټاکنو په هرې بلې مخکینۍ مرحله کې امنیت ټینګ کړو. ملي پولیس، ملي امنیت او د ملي اردو ځواکونه بشپړ چمتووالی لري او په دغه برخه کې دې خلک اندیښنه نه لري.»

حکومت وایي چې وسله والو طالبانو او په هغوی پورې تړلو یو شیمر سیمه ییزو استخباراتي کړیو سر له اوسه د ملکي افغانانو په منځ کې د ویرې د خپرولو او له ټاکنو څخه د هغوی د منع کولو له پاره تبلیغاتي کمپاینونه پيل کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله وال طالبان غواړي په لري پرتو سیمو کې خلک وویروي چې په ټاکنو کې برخه وا نه خليٍ. د دغه وزارت په حواله طالبان غوړي له دې لارې په یو شمیر سیمو کې خپل نفوذ ډیر کړي.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د داسې یوې سیمې نوم نه اخلي چې په بشپړه توګه د طالبانو په ولکه کې ده خو د هلمند د دیشو او باغران او همدا راز د غزني ګیلان او د نورستان د ځنیو سیمو اوسیدونکي وايی چې د دوی د سیمو کنترول په بشپړه توګه له طالبانو سره دی.

صدیقي په عین حال کې له افغانانو څخه وغوښتل چې له امنیتي ادارو سره د ټاکنو د خوندي کولو په برخه کې مرسته وکړي. هغه وویل: «زما پیغام خلکو ته دا دی چې له خپلو امنیتي ځواکنو سره مرسته وکړي. نو په ګډه به دا کار [د امنیت ټینګولو له پاره کار] کوو. دا د خلکو پریکړه ده چې په ټاکنو کې برخه واخلي.»

صدیقي همداراز ټینګار وکړ چې اوس افغان امنیتي ځواکونه د ۲۰۰۹ کال په پرتله پیاوړي شوي دي او له دې کبله به د افغانستان د ټولو ولسوالیو اوسیدونکي په ټاکنو کې د ګډون چانس ولري. هغه وویل: «دا ځل موږ د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو ښه تجربه اخیستې. لومړی دا چې پولیس په تقریبا ډیرو سیمو کې پراخ او غښتلی شتون لري، دویم دا چې د خلکو همکاري له افغان ځواکونو سره د هرې ورځ ې په تیریدو سره د زیاتیدو په حال کې ده. خلک په پشپړه توګه د ټاکنو ملاتړ کوي.» د افغانستان امنیتي ادارې د نړیوالو ځواکونو په مرسته له څو میاشتو راهیسې د راتلونکو ټاکنو پر امنیتي پلان باندې کار کوي.

په داسې حال کې چې یو شمېر څارونکي په دې اړه اندیښنه څرګندوي چې ناامني به پر ټاکنو باندې څارنه ستونزمنه کړي او درغلیو ته به لاره هواره کړي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او افغان دولت ټینګار کوي چې د شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو له پاره به له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب