1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت:په سالنګونو کي به د تيرکال ناورين نه تکراريږي

۱۳۸۹ بهمن ۱۸, دوشنبه

د تيرکال بشري ناورين ته په کتو سره سږکال افغان حکومت وار دمخه په سالنگونو کي د هغو مسافر د پاره د شاوخوا ۹۰ موقت ميشت ځايونو د جوړولو خبره کوي چي دغه لاري څخه تيريږي را تيريږي.

https://p.dw.com/p/Qygv
په سالنګ کي د واوري پر مهال ګيرپاته سوي خلک
په سالنګ کي د واوري پر مهال ګيرپاته سوي خلکانځور: AP

د پروان والي عبدالبصير سالنګي وايي د سالنګونو د خوندي کولو لپاره تر اوسه پوري يو سل او پنځوس مليونه افغانۍ لګول سوي دي.

اوس د لومړي ځل لپاره دسالنګونو دواړ غاړو ته د مسافر د موقتي ميشتيدو لپاره داسي صالونونه جوړ سوي چي پکښي د ژوندانه ټولي اسانتياوي په پام کي نيول سوي.

خواړه، دارو درمل، د سونګ توکي او جامي اوس په دغو خوندي خونو کي د هغو مسافرو لپاره په احتياطي توګه ايښودل سوي، چي په احتمالي توګه د سړې هوا له امله په سالنګونو کي ګير پاتيږي.

ويل کيږي چي په دغو خوندي ځايونو کي شاوخوا څلور ټنه د سونګ توکي هم موجود دي چي د سړي هوا پر مهال به ترينه هغه مسافر چي د لارو دواړو غاړو ته د واوري له امله بند پاته وي ګټه پورته کوي.

سالنګي دغه راز وايي چي د سالنګ د تونل او ګالريو د بيارغاوني کار به را روان کال پيل سي.

تير کال د دلوي مياشتي په همدغه ورځ شاوخوا يو سل او شپيته تنه هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چي د سالنګ پر لاره په وارو کي ګير سول او موټرونه يي له واټ څخه واوښتل.

په دغه پيښه کي يو شمير تر واورو لاندي ګير پاته کسان د څو ساعتونو لپاره ژوندي ول خو د هوا د بې حده سړوالي او همدا راز د ژغورني د ډلو په ځنډ رسيدو سره يي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سالنګ دري يو شمير ځايي خلک وايي چي حکومت نه تير کال او نه به هم سږ کال د هغو مسافرو لپاره مرسته وکړای سي، چي په احتمالي توګه د سالنګونو په واروه کي ګير پاته کيږي.

افغان حکومت په سالنګونو کي د تير کال تر ناورين وروسته پريکړه وکړه چي دغه لويه لاره به رغوي او ټول هغه وسايل به د دغي لويي لاري ساتونکو ته په واک کي ورکوي چي د ژمي پر مهال د لاري په خلاصولو کي ترينه کار اخيستل کيږي.

د سالنګونو د تيريدونکو مسافرو د خوندي توب لپاره پر داسي مهال د يو شمير تدابير د نيول کيدو خبره کيږي چي همدا اوس په دغه عمده لويه لاره کي له تيرو دوو ورځو راهيسي د اوري ورښت دوام لري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل