1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمان په ختیځ کې له بهرنیانو سره دښمنې مخ پر ډیریدو ده»

دویچه ویله / ش.ن۱۳۹۵ شهریور ۳۱, چهارشنبه

د آلمان په ختیځ کې د بهرنیانو پر ضد د مخالفتونو په پام کې نیولو سره مرکزي حکومت د ټولنې سولیز ژوند په خطر کې ویني. خو د باوتڅن ښار یو شمیر اوسیدونکي بیا غواړي د دې پر ضد یوه ځلیدونکې بیلګه اوسئ.

https://p.dw.com/p/1K6Dh
انځور: picture-alliance/ZB/H. Schmidt

د آلمان د یوالي وضعیت په هکله کلني رپوټ کې راغلي دي چې تیر کال د بهرنیانو یا مهاجرو سره د کرکې او پر دوی د بریدونو شمیر ډیر زیات لوړ شوی دی. حکومت په خپل رپوټ کې د بیرونکو پرمختګونو خبره کوي، کوم چې د دې توان لري د آلمان په ختیځ کې د ټولنې سولیز ژوند ته ګواښ پيښ کړي.

په دغه حکومتي رپوټ کې زیاته شوی ده چې د مهاجرو د منلو پر ضد مظاهرو په واضح ډول څرګنده کړې ده چې د مدني احتجاجونو او د ښی اړخي افراطی لمسونو تر منځ پوله وار په وار سره ورکیږي: «د مهاجرو او د دوی د اوستوګنې پر ځایونو د بې شمیره حملو تر څنګ، په هایدیناوه او فرایټال سیمو کې د تاوتریخوالی ډک پاڅونونه له پردو یا مهاجرو سره د کرکې پر دوامداره سمبول بدل شوی دی.»

د اقتصاد له پاره منفي پایلې

په رپوټ کې یادنه شوې چې له دې سره د آلمان د ختیځې برخې پر اقتصاد منفي اغیزې له امکان څخه لیرې نه دي. له پردو سره دښمني، افراطی ښې اړخيتوب او تعصب نه یوازې ټولنیز بلکې دا د آلمان د دغو نویو ایالتونو د اقتصادي پرمختگ لپاره هم یو ستر خطر دی.

رپوټ د داسی وضعیت د مخنیوي لپاره یادونه کوی: «د آلمان ختیځ یوازې هغه وخت د نړۍ په وړاندې یوه غیږ پرانیستې سیمه گرځي چې په هغې کې ټول اوسیدونکي ځان په خپل کور کې احساس، په ټولنیز ژوند کې ونډه ولري او د یوې ښې پرمختللی او هوسا راتلونکی لپاره هیله من اوسي.

په دغه رپوټ کې د آلمان فدرالي حکومت یادونه کوي چې دا په داسی حال کې ده چې پرته له برلین څخه د آلمان په ختیځ ایالتونو کې د میشت بهرنیانو شمیر ډير زیات هم نه دی. د یووالي په رپوټ کې راغلي دي چې «دا د دی نښانه ده چې د بهرنیانو پرضد زور زیاتۍ د بهرنیانو لوړشمیر پوری تړلی نه دی.» رپوټ وايې چې داسې نور ډیر فکتورونه وجود لري لکه د کلیوالي سیمو څخه د خلکو وتل.

د باوتڅن په ښار کې د شمعو یا څراغونو زنځير
د باوتڅن په ښار کې د شمعو یا څراغونو زنځيرانځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

باوتڅن ځلیږي

د پولیسو د معلوماتو له مخې د سه شنبې په ماښام د باوتڅن په ښار کې شاوخوا ۵۰۰ مظاهره کونکو د شمعو یا څراغونو د یوه زنځیر په جوړولو سره په زاکسن ایالت کې پر خلکو غږ وکړ چې د سولې په فضاء کې له یو بل سره دې ګډ ژوند وکړي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند SPD د ختیځې ټولنې په غوښتنه نور ګوندونه، ټولنې، کلیساګانې او کارګري اتحاديې له دغې مظاهرې سره یوځای شوي ول.

تیره اونې په باوتڅن ښار کې د مهاجرو او ښې اړخو تر منځ له تاوتریخوالي ډکې شخړې رامنځته شوې. دلته ۸۰ تنه آلمانانو شاوخوا ۲۰ تنه مهاجر تر تعقیب لاندی نیولی ؤ. د پولیسو د معلوماتو له مخې پيل د پناه غوښتونکو له خوا شوی وو حتی دوی پر پوليسو هم حمله کړی وه.

د دې په غبرګون کې د ښار ادارې له ماښام وروسته د قانوني سن ته نه رسیدلو مهاجرو پر ګرځیدو او الکهول څکلو بندیز ولګاوه. دغه اقدامات د هیواد په کچه له نیوکو سره مخامخ شو چې په نتیجه کې یې اوس دغه بندیز لیري شوی دی. خو د ښار په مرکزي بازار کې دغه بنديز لا تر اوسه پورې باقي پاتې دی.