1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په تاجیکستان کې خپل سفارت تړلی دی

۱۳۹۴ شهریور ۱۴, شنبه

د جمعې په ورځ په تاجکستان کې اته پولیس او نهه تنه شکمن برید کوونکي ووژل شول. حکومت د دغه برید پړه د دفاع وزارت پر مرستیال باندې اچولې ده.

https://p.dw.com/p/1GRV5
Tadschikistan Duschanbe Zusammenstöße Gewalt
انځور: picture-alliance/dpa/R. Haid

له بلې خوا په تاجیکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت ګواښ کړی دی چې دغه پیښه کیدای شي د نور تاوتریخوالي پیل وي.

په تاجیکستان کې تاوتریخوالی هغه وخت پیل شو چې یو شمیر وسلوالو کسانو د پلازمینې دوشنبې په څنډو کې د جمعې په ورځ سهار وختي څلور پولیس ووژل. څلور تنه نور پولیس بیا د وحدت په ښار کې په یوې بلې نښته کې ووژل شول.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دغو نښتو کې همداراز نهه تنه احتمالي برید کوونکي هم وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې شپږ تنه نور برید کوونکي بیا د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د پولیسو یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د ترهګرو د دغې ډلې مشري د دفاع وزارت مرستیال عبدالحلیم نظرزاده کوله.»

د تاجیکستان حکومت د جمعې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې نظر زاده د دغه جرم له کبله له خپلې دنده ګوښه شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې نظر زاده د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۷ کلونو تر منځ د تاجیکستان د کورنۍ جګړې پر مهال د تاجیک متحد اپوزیسیون له پاره جنګیده.

چارواکو همداراز ادعا کړې ده چې د دفاع وزارت مرستیال د تاجیکستان د اسلامي نهضت ګوند غړی هم وو. دغه ګوند تیره اوونې د حکومت له خوا وتړل شو. په دغه ګوند کې د تاجیکستان د حکومت منځلاري مسلمان او سیکولار تاجک مخالفان شامل دي. خو چارواکو دغه ګوند له اسلامي دولت ترهګرې ډلې سره د اړیکو لرلو په تور تړلی دی.

په تاجیکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت اعلان کړی دی چې په موقته توګه به وتړل شي او خپلو کارکوونکو ته یې ویلي دي چې خپل ماشومان ښوونځیو ته وا نه ستوي. د سفارت له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «که څه هم لا تر اوسه پورې د دغو بریدونو پراخوالی روښانه نه دی خو کیدای شي هغه د نورو امنیتي پیښو پیل وي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب