1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنځه تنه نوماند وزیران پارلمان ته وپیژندل شول

حسین سیرت۱۳۹۲ آذر ۳۰, شنبه

افغان حکومت پارلمان ته د اعتماد د رایې د ترلاسه کولو له پاره پنځه تنه نوماند وزیران معرفي کړي دي. د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم، دغه نوماند وزیران پارلمان ته معرفي کړل.

https://p.dw.com/p/1AeSB
انځور: picture alliance / dpa

ضرار احمد مقبل د بهرنیو چارو وزیر، محمد عارف نورزی د اوبو او انرژي وزیر، دین محمد مبارز راشدي له مخدره توګو سره د مبارزې وزیر، محمد شاکر کارګر د صنایعو او تجارت وزیر او اکبر بارکزی د کانونو د وزیر په توګه نومول شوي دي.

مارشال فهیم د شنبې په ورځ پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل: «افغانستان له یوه ډیر حساس پړاو څخه تیریږي. په چارو کې تعامل نه کول کولای شي چې موږ له لویو کړکیچونو سره لاس او ګریوان کړي. له همدې کبله ډیره ضروري ده چې د افغان دولت په بخشونو کې همغږي موجوده وي.»

پلان شوې ده چې ولسي جرګه به د چهارشنبې په ورځ دغو وزیرانو ته د اعتماد او یا هم نه اعتماد رایې ورکړي. دغه پنځه تنه تر هغه وروسته د نوماند وزیرانو په توګه معرفي شول چې پخواني وزیران یا خو پخپله په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشري له پاره نوماندان دي او یا خو هم له کوم انتخاباتي تیم سره یوځای شوي دي.

د ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټینګار

په داسې حال کې چې تیره اوونۍ یو شمیر سناتورانو د ولسمشر کرزي د دورې د غځولو په اړه خبرې وکړي، مارشال فهیم پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ. هغه وویل چې د ټاکنو د په لاره اچولو له پاره ټول چمتوالی نیول شوی دی: «په راتلونکې کال کې به موږ په ټول افغانستان کې د ټاکنو شاهدان یو ترڅو سیاسي زعامت وټاکل شي. دغه ټاکنې د افغانستان او افغانانو له پاره ډیر ارزښت لري. ځکه کولای شي د هیواد راتلونکې بدله کړي.»

فهیم روښانه کړه چې افغان حکومت خپلې ټولې هڅې کوي چې ټاکنې پر وخت ترسره شي. فهیم په دې بهیر کې د خلکو د مرستې غوښتنه هم وکړه.

په افغانستان کې به د ۱۳۹۳ کال د حمل میاشتې په ۱۶ نیټه ټاکنې وشي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې پر خپل وخت باندې د ټاکنو د ترسره کولو له پاره یې ټول چمتوالی نیولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب