1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکومت: پاکستان بايد د افغان کډوالو په وړاندي د احتياط څخه کار واخلي

۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

پاکستان د خپل هيواد په ورستيو نا امنيو کي افغانان ښکيل بللي او دا يې خپل کورني امنيت ته جدي ننګونه بللې.د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير رحمان ملک ويلي، دا يو شمير افغان کډوال دي چي هلته په ورستيو نا امنيو کي لوی لاس لري.

https://p.dw.com/p/12Xlj
په پاکستان کي افغان کډوال
په پاکستان کي افغان کډوالانځور: AP

نوموړي خپلو کورنيو ادارو ته دستور ورکړی، تر څو هغه افغانان ونيسي او له دغه هيواد څخه يي وشړي، چي د قانوني ميشت کيدو سندونه نه لري.

رحمان ملک د خيبر پښتون خوا څخه نيولي بيا د بلوچستان ايالت پوري په ټولو سرحدي سيمو کي د افغان کډوالو د تلاشۍ د ځانګړو چوڼيو د جوړلو دستور ورکړی.

پاکستانيو چارواکو ويلي، چي دا ځل به د پاکستان په ښارونو کي  کوڅه په کوڅه او کور په کور په ناقانونه افغانانو پسي لټون کيږي.

خو د افغانستان د ولسي جرګي يو شمير غړي بيا د پاکستان دغه کار د ټولو قوانينو خلاف بولي.

هغوی وايي ډيری ترهګر د پاکستان په خاوره کي روزل کيږي او نه يوازي داچي خپل ملک ته ګواښونه پيښوي، بلکي د پولي لره غاړه يي هم نا امنه کړي ده .

د ولسي جرګي غړی حاجي فرهاد وايي: « د ترهګرۍ مرکز پاکستان دی، هغه کسان چي په پاکستان کي په ترهګريزو بريدونو لاس پوري کوي هغه کسان دي چي په خپله پاکستان کي روزل کيږي او بيا د همدې هيواد پر ضد په ترهګريزو بريدونو لاس پوري کوي».

په همدي حال کي په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د کمشنرۍ وياند وايي د پاکستان دغه خبرداری هغو افغانانو ته مخامخ دی، چي په ناقانونه توګه په پاکستان کي ژوند کوي.

ددغي ادارې وياند جاوديد فرهاد وايي که څه هم د ملګرو ملتونو، پاکستان او افغانستان تر منځ په پاکستان کي د افغان کډوالو په باب يو درې اړخيز کمېسيون له څو کلونو راهيسي کار کوي خو دغه کمېسيون يوازي د هغو افغانانو د ستونزو دهوارولو توان لري کوم چي په پاکستان کي د کډوالۍ قانوني اسناد لري.

که څه هم د نوي حکومت له جوړيدو را پدي خوا په لګهاوو افغانان د پاکستان په ګډون د نړۍ له يو شمير ملکونو بيرته خپل ټاټوبي ته را ستانه سول خو رسمي شميري ښيي چي لا هم څه باندي يو مليون افغانان د پاکستان په بيلا بيلو ښارونو کي ژوند کوي.

ډيري دغه افغانان د خيبر پښتونخواه په پيښور او د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کي ميشت دي.

خو څرنګه کيداي سي چي کابل او اسلام آباد د دغه ګډ دښمن چي ورته د ترهګرو نوم ورکول کيږي څخه خپلي ګټي خوندي وساتي.

د سياسي چارو مبصر او د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومود پوهنځي استاد فاروق بشر څخه مو وپوښتل.

« له دي پرته چي د دواړو روابط حسنه شي، او موږ وکړای سو په دواړو غاړو کي هغه آشوب ګر چي له دې خوا هغي خوا ته او له هغي خوا دي خوا ته اوړي ونيسو، زموږ سره دا حسن نيت سته خو متاسفانه له پاکستان سره نسته».

له تيرو لسو کلونو راهيسي کابل اواسلام اباد څو څو واري يو بل د خپلو ملک په کورنيو چارو کي په مداخلو تورن کړي دي.

دغو تورنو په ځينو مواردو کي د دغو دوو ګاونډيانو اړيکي  تتي کړي هم د ي.

اوس نړيوال هم پر پاکستان زور اچوي تر څو خپلي هغه  سرحدي سيمي له ترهګرو پاکي کړي، چي د افغانستان له سرحدي کمربند سره په خوا کي پرتي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل