1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خاتمي: د احتجاج کونکو محاکمه کول د اساسي قانون او اتباعو د حقوقو خلاف کار دی

۱۳۸۸ مرداد ۱۱, یکشنبه

پرون په ايران کي شا او خوا سل کسان چي په هغو کي يو څو پخواني حکومتي لوړ پوړي کسان او هم يو څو پارلماني استازي هم شامل دي، په مختلفو تورونو محاکمه شول...

https://p.dw.com/p/J1v8
د ايران پخوانی جمهوررييس محمد خاتمي
د ايران پخوانی جمهوررييس محمد خاتميانځور: AP

د ايران پخواني جمهور رييس محمد خاتمي، د اصلاح غوښټونکو ستر ملاتړ کونکي، نوموړي محاکمه وغندله. د خاتمي د دفتر د نوموړي له خولي رپوټ ورکړ چي هغه د سياسي فعاليونو او پارلماني استازو يوي ډلي ته وويل:

«زما د معلوماتو له مخي، هغه څه چي پرون شوي دي، د اساسي قانون، عادي قوانينو او د اتباعو د حقوقو خلاف کار دي.»

هغه وويل چي محکمه په هغو اعترافاتو تکيه کوي چي تر خاصو شرايطو لاندي اخيستل شوي دي او هغه د اعتبار وړ نه دي.

د ايران يو مشهور اصلاح غوښتونکي ، محمد علي ابتايي چي د خاتمي له نژدي مشاورينو څخه شميرل کيږي، پرون د ايران د انقلاب محکمي ته له خپل اعتراف سره د رژيم مخالف اړخ ته يو سخت ګذار ؤ چي وويل، هغه «بايد په احتجاج کي برخه نه واي اخيستي».

يو شمېر احتجاج کونکی
يو شمېر احتجاج کونکیانځور: FARS

ابتايي وويل «د ايران په جمهوري انتخاباتو کي درغلي نه ده شوي ، ټول دغه مخالفتونه او احتجاحونه چي په لاره اچول شوي دي، کذب او دروغ دي چي هدف يي په ايران کي د نا ناکراريو لمسول دي تر څو هغسي شرايط راوستل دي چي اوس په افغانستان او عراق کي موجود دي.»

خاتمي وويل « ستره ستونزه د محاکمي د بهير په هکله ده چي هغه په آزاده توګه نه وه دايره شوي. له محاکمي څخه مخکي مدافع وکيلانو او همدا راز تورن کسانو ته صورت دعوا مخکي له مخکي استول شوي نه وه.

په ايران کي د واکمن جمهور رييس محمود احمدي نژاد له شخړه ايز بيا انتخاب څخه وروسته د هغه هيواد د مخالف اړخ پلويانو په يو لړ احتجاحونو لاس پوري کړ. . مخالف اړخ احمدي نژاد په انتخاباتو کي په درغليو تورنوي.

د جون د نيټي له انتخاباتو څخه وروسته څه د پاسه 2000 احتجاج کونکي، اصلاح غوښتونکي، سياسي فعالين او خبريالان په لومړي سر کي نيول شوي ؤ.

د ايران په احتجاجونو کي د 30 کسانو په شا او خوا کي و،ژل شول او په سل کونو نور ټپيان شول. دغه احتجاحونه د ايران د اسلامي انقلاب په ديرش کلن تر ټولو ناخواله او خونړي ؤ.

AG/AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل