1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بانکونه باید د خلکو پېسې بهر ته ونه لیږدوي»

۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبه

د افغانستان د مرکزي بانک مشر نورالله دلاوري، د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې افغانانو په خصوصي بانکونو کې څلور میلیارده ډالر ایښي دي. هغه زیاته کړه چې ځینو بانکونو د دغو پیسو ډیره برخه بهر ته لیږدولې ده.

https://p.dw.com/p/15Rgm
انځور: DW

د دلاوري په خبره په افغانستان کې داسي خصوصي بانکونه هم شته چې د خلکو ۸۳ سلنه پيسې ئې بهر ته لیږدولي دي: «یوه بانک د خلکو له امانتي پيسو څخه، ۸۳ سلنه بهر ته لیږدولي او یا یې بهر کې پرې پانګونه کړې ده.»

دی زیاتوي چې اوس د مرکزي بانک عالي شورا پریکړه کړې ده چې خصوصي بانکونه باید د خلکو پیسې بهر ته و نه لیږدوي، بلکې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.

دلاوري وویل چې هغه هڅه کوي چې له نړېوال وجهي صندوق سره په همغږي په افغانستان کې دغه پریکړه پلي کړي. اقتصاد پوهان که له یوې خوا د مرکزي بانک دغه پریکړه د افغانستان د اقتصادي ودې له پاره پر ځای بولي خو له بل لورې غوښتنه کوي چې په هېواد کې دې د پانګونې له پاره مناسب شرایط برابر شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالحکیم حکیمي، په دې اړه دویچه ویله (المان غږ) ته وویل چې د مرکزي بانک د دې پریکړې تطبیقول له نورو اړوندو ادارو سره همغږي ته اړتیا لري:

«د پانگونې امکانات د اوبو او بریښنا وزارت پورې تړلي دي. د بیلګې په توګه پانګوالو ته باید د بریښنا، ځای، کانالیزایسیون او د سرک اسانتیاوې برابرې شي. په همدې توګه په افغانستان کې د پانګونې او تجارت پروسه باید ساده کړای شي.»

د ښاغلي حکیمې په وینا د دغو اسانتیاوو له برابرولو پرته د مرکزي بانک پریکړه د ګټې پر ځای اقتصادي زیانونه پر ځای پریږدي.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت کمیدل

د مرکزي بانک مشر په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت د کمیدو له امله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه. ښاغلي دلاوري د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمیدو ستر لاملونه د حج په پروسه کې له ډالرو کاریدل، په ډالرو د لویو او وړو معاملو تر سره کیدل او داسې نور په گوته کړل.

هغه وویل چې د مرکزي بانک عالي شورا پریکړه کړې ده، چې د حج د بهیر ټول لګښتونه د ډالرو پر ځای په افغانیو تر سره شي:

ښاغلي دلاوري زیاته کړه چې افغان حج زیارت کونکي هر کال په ډير لږ وخت کې لږ تر لږه ۲۰۰ میلیونه ډالر له بازار څخه رانېسي چې دا د افغانۍ پر ارزښت ناوړه اغیز پریباسي.

اوس د کابل په بازارونو کې یو ډالر په ۵۱ افغانیو او ۶۰ پوله معامله کیږي دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې یو امریکايي ډالر د  ۴۸ افغانیو پر وړاندې تبادله کیده.

محمد اسماعیل شاکر
کتونکی: مسعود جهش