خصوصي سکتور: د وزيرانو شورا پريکړه عادلانه نه ده
۱۳۹۰ تیر ۳۰, پنجشنبهدوی ويلي چې وزيرانو شورا په تيرو کلونو کي د خصوصي شرکتونو له لوري د لوړو بيو اخېستو له امله دغه پريکړه کړې ده.
د وزېرانو شورا ددغې پريکړي له مخه به سږکال ټول افغان حاجيان يوازي آريانا افغان هوايي شرکت سعودي عربستان ته وليږدوي.
د افغانستان د سوداګرېزو او صنايعو خونو د وزېرانو شورا پر دې پريکړي نيوکه کړې او له ولسمشر څخه يې غوښتي چې په دې اړه دې له سره غور وسي.
د افغانستان د خصوصي سکتور استازو خبرداری ورکړی، چې که پردې پريکړې بيا کتنه ونه سي نو دوی به په لاريونونولاس پورې کړي.
د افغانستان د سوداګريزو او صنايعو خونو د حج کمېټې مسؤل شرين آغا سخي نن يوې خبري غونډې ته وويل، په تيرو کلونو کي د خصوصي هوايي شرکتونو د ټکټونو بيي مناسبې وې.
ښاغلي سخې زياته کړه دوي له حکومت څخه هيله درلوده چې د ګټورو اقتصادي تګلارو له مخې به د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي نه دا چې په غير عادلانه پريکړو به خصوصي هوايي شرکتونو ته زيان واړوي.
د سوداګرېزو خونو د حج کمېټي مسؤل چې تېر کال يې سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د ليږد بهير له نيږدې څارلي وايي تېرکال د خصوصي هوايي شرکتونو اسانتياوې د دولتي شرکتونو په پرتله غوره وې.
ښاغلي سخي وويل سږ کال سعودي عربستان په پام کې لري چې له افغانستان څخه ۳۰ زره حاجيان ومني او د ولسمشر له دويم مرستيال سره يې په يوه کتنه کي د خصوصي هوايي شرکتونو په واسطه د ۱۰ زره حاجيانو دليږد غوښتنه کړې چې هغه هم ورسره منلې ده.
په تيرو کلونو کي سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د ليږدونې بهير له ستونزو سره مخ وو او په دې اړوند د حج او اوقافو پر پخوانيو وزېرانو او لوړ پوړو چارواکو د بډو او درغليو تورونه هم لګيدلي وو.