1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوب ډیر مهم دی، بابیزه یې مه ګڼئ

آژانسونه/ ب.ص۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د یوې نوي څېړنې له نتایجو څخه څرګنده شوې چې په ټوله نړۍ کې د «خوب د بحران» لامل په ټولنه کې پر خلکو موجود فشار دی. لږ خوب روغتیا ته سخت زیان رسوي او ښايي د چاغوالي، شکري او زړه د ناروغتیاو سبب وګرځي.

https://p.dw.com/p/1IkvV
انځور: Gina Sanders - Fotolia.com

د فرانسې خبري آژانس په حواله د امریکا متحدو ایالاتو د مشيګن پوهنتون په ټوله نړۍ کې د خوب د میلان په اړه څېړني کړي دي. د ځیرک تلیفون د یوه اپلیکیشن په مرسته دا معلومات ترلاسه شوي چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې خلک هره ورځ څومره ویده کیږي او دا چې د دوی د کم یا زیات خوب علتونه څه دی.

د څېړني له پاره تر سلو د زیاتو هیوادونو وګړو ارقام راټول شوي ول. په دې شمیرو کې پر عمر او جنس سربیره دې ته هم پاملرنه شوې وه چې په دغو هیوادونو خلک څو ساعته په طبعي رڼا کې یعني تر لمر لوېدو پوري کار کوي. د کارپوهانو په آند دا تحقیق د «خوب پر نړیوال بحران» د لاس بري په برخه کې مرسته کولای شي.

د «ساینس ایدوانسز» په نوم مجله کې په خپور شوي دغه رپوټ کې زیاته شوې ده: «دا چې ټولنیز عوامل څرنګه پر خوب اغېز درلودلای شي، په دې اړه تر اوسه معلومات موجود نه ول. په دې څېړنه کې څرګنده شوه ده چې ټولنیز فشار د خوب د کمښت او یا د خوب له پاره د اړینو محرکاتو په کمولو کې مهم نقش لري.» په رپوټ کې زیاته شوې ده، دا چې خلک څه وخت د ویده کیدو ځای ته ځي، پر خوب ډیر اغېز لري.

د رپوټ په حواله د منځني عمر لرونکي خلک تر ټولو کم خوب کوي. یعني هغوي له طبي اړخه د اړین خوب یعني تر اوه یا اته ساعته لږ خوب کوي. د دې څېړني له پاره کارپوهانو د تقریباً ۶۰۰۰ داسي کسانو په اړه معلومات راټول کړي دي چې سنونه یې تر ۱۵ کالو زیات دي.

د دې رپوټ پر اساس د هالنډ وګړي د جاپان او سنګاپور تر وګړو یو ساعت زیات ویده کیږي. سربیره پر دې دا هم څرګنده شوې ده چې ښځې تر نارينه وو هره ورځ نیم ساعت زیات خوب کوي. په ځانګړې توګه هغه ښځي چې عمرونه یې د دیرشو او شپیتوو کالو ترمنځ وي.

د څېړني نتایجو ښوولې ده چې هغه خلک چې خوب ته ضرورت لري او خوب یې نه پوره کیږي، کیدای شي بې سليقه گي صلاحیتونه یې کرار کرار لږ شي. زیاته شوې ده چې کم خوبي د انسان ژوند ته ډیر زیات ګواښ پېښولای شي.

د امریکا متحدو ایالاتو د «ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکز» په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي ول چې په امریکا کې له هرو درو څخه یو بالغ تر اوو ساعتونو لږ ویده کیږي. د دې ادارې په حواله دوامداره بې خوبي د چاغوالي، شکري د ناروغۍ، د وینې د لوړ فشار او د زړه د ناروغیو سبب کیدلای شي.