1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست:د بهرنيو ځواکونو خپلسره عمليات دي بند سي

۱۳۸۹ بهمن ۱, جمعه

دخوست ولايت د باک ولسوالۍ اوسيدونکو د بهرنيو ځواکونود په خپلسرو عملياتوڅخه سرټکوي. د سيمي اوسيدونکي وايي ، چي دعملياتو پرمهال يې له کورونو څخه سره او سپين زر او نغدي پيسې هم وړل کيږي

https://p.dw.com/p/QuBc
په خوست کي د هوايي بريدونو په وړاندي يو لاريون
په خوست کي د هوايي بريدونو په وړاندي يو لاريونانځور: AP

د خوست ښار ختيځ ته باک يوه له هغه سرحدي ولسواليو څخه ده ، چي د ګاونډي هيواد پاکستان سره سرحدي پوله لري او د يوشمېر نورو ولسواليو په پرتله ترې د نا امنۍ رپوټونه ډېر ورکول کيږي.

د دغي سيمي اوسيدونکو په يوه غونډه کي له افغان دولت څخه وغوښتل چې بهرني ځواکونه دې نور د دوی په سيمه کې خپلسري عمليات او تلاشۍ نه کوي .

د سيمې قومي مشرانو وويل چې د عمليات پرمهال ملکي خلک وژل کيږي او دغه راز يې له کورونو څخه د تلاشۍ پرمهال سره او سپين زر او نغدي پيسې هم وړل کيږي.

سيمه والو د دې تر څنګ له دولت څخه وغوښتل چي د باک په ولسوالۍ کي د بيارغوني پروژې پيل کړي او د زراعت په برخه کي دي هم له سيمه والو سره مرستي وکړي.

بهرني ځواکونه د عملياتو پر مهال
بهرني ځواکونه د عملياتو پر مهالانځور: picture alliance/Bundeswehr/Von Söhnen

دخوست والي عبدالجبار نعيمي چې باک ولسوالۍ ته يې سفر کړى و، له خلکو څخه و غوښتل.

« که تاسي غواړى ،چي په سيمه کي مو افغان او بهرني ځواکونو په هيڅ وخت عمليات ترسره نه کړي، نو تضمين راته راکړى، چي د باک ولسوالۍ په سيمه کي به هيڅکله د نا امنۍ پيښې نه رامنځته کيږي او که هرڅه کيږي بيا به يې مسوول قومي مشران وي.»

په همدې حال کي دخوست د ملي امنيت ريس اخترمحمد ابراهيمي وايي په تېره څه موده کي له بګرام زندان څخه څه باندي 60 تنه خوستي بنديان ازاد شوي.

نوموړى وايي يو شمېر يې بيا هم د دولت وسله وال مخالفت ته مخ اړولی،او بېرته نيول شوي.

داپداسې حال کي ده چې د هيواد په بېلابېلو سيمو کې خلکو په وار وار د بهرنيو ځواکونو د خپلسرو عملياتو او د ملکي وګړو د وژني پرضد مظاهرې او احتجاجونه کړي.

افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي هم په بيا بيا له بهرنيو ځواکونو څخه غوښتي چي د شپې له مخي دي عمليات نه کوي او د ملکي ملکي مرګ ژوبلي ته دي پام وکړي .

فريدالله ظاهر

کتونکی : محمد قاسم نوري