1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوستيان: په سپينه ورځ د کوره نسو وتلای

۱۳۸۹ خرداد ۵, چهارشنبه

د خوست اوسيدونکي په هغه ولايت کي د وسله والو غلاو او موټر تښتنو څخه سخت په اندېښنه کي دي. د هغوئ په خبره دولت يې هم په کنترولولو کي پاته راغلئ...

https://p.dw.com/p/NXKU
پر لويو لارو باندي د پوليسو د تلاشۍ پوسته
پر لويو لارو باندي د پوليسو د تلاشۍ پوستهانځور: AP

دخوست اوسيدونکي وايي، چي په ولايت کي يې جنايي او د موټر تښتوني پيښي ډيري سوي او دولت يې په کابوکولو کي پاته راغلی. سيمه وال دغه کارسخت اندېښمن کړي.

ځايي امنتي چارواکي مني چي په خوست کي دغه ډول پيښي ډيري سوي خو وايي، چي په اړه يې نوي پلانونه پيل کړي او په دې وروستيو کي يې د غلو څو ډلي نيولي دي .

دخوست په کلي او بانډو کي د موټر تښتول او بيا د پيسو په بدل کي ورکول د کلونو راهيسي روان دي،چي د اوسيدونکو په خبره يې اوس د پيښو لمن د خوست ښار ته غځېدلي ده.

د خوست د امنيې قوماندان جنرال عبدالحکيم اسحق زي دغه ستونزي مني. خو وايي، چي د پيښو د ګراف د راټيټولو دپاره يې په پرلپسې توگه د وسلوالو غلوڅو ډلي نيولي دي.

د خوست اوسيدونکي وايي،چي دغه کسان تر نيولو وروسته بيرته خوشي کيږي.

دخوست ولايت استيناف څارنوال روشن الدين روشن ددې ستوونزو د منلو ترڅنګ په څارنوالۍ کي د ښو قدرونو نه شتون او د څارنوالانو د امنيت نه خونديتوب ياد کړی.

د خوست اوسيدونکي ددې ټولو بې نظميو او غلاو لامل په هغه ولايت کي د غيري مسولو وسله والو ډلو شتون او په شخصي لباس کي د امنيتي ځواکونو د وسلو گرځول بولي.

فريد الله ظاهر/ خوست

کتونکی. زيارمل