1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خيبر کې يوه ښځه او دوه سړي سنگسار او بيا په ډزو ووژل شول

۱۳۸۵ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د پاکستان په قبايلي سيمو د خيبر په اجنسۍ کې دوه تنه سړي او يوه ښځه لومړی سنگسار او بيا په ډزو وويشتل شول. په دوی باندې د بد لمنۍ تور لگول شوی و. اته سوو قبايلي وگړو د وژنې ننداره کوله چې د «لشکر اسلام» نومي ډلې لخوا تر سره شوه.

https://p.dw.com/p/DKF4
د وژل شويو نومونه په دې ډول وښودل شول: الله نور او شاهزاد او د ښځې نوم تسليمه و
د وژل شويو نومونه په دې ډول وښودل شول: الله نور او شاهزاد او د ښځې نوم تسليمه وانځور: AP
دغه درې واړه افراد په پړيو وتړل شول او قومي مشرانو او نورو سړو پرې کاڼې اورولې. د توندلارې اسلاميستي ډلې دوه تنه نفر چې مخونه يې پټ کړي وو رامخې ته شول او د کلشنيکوف په ډزو يې ووژل. د منگل باغ په نامه د يوه روحاني مشر دغې ډلې د دوشنبې په ورځ دغه ښځه او دوه سړي ونيول او د بدلمنۍ تور يې پرې ولگاوه.
د وژل شويو نومونه په دې ډول وښودل شول: الله نور او شاهزاد او د ښځې نوم تسليمه و. محلي چارواکو وويل چې دوی مداخله نه کوي ځکه چې قبايل په نيمه خپلواکه توگه ژوند کوي او د پاکستان قوانين په دوی باندې نه تطبيقيږي.