1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خټک: «د افغانانو په ايستلو کي به ټول امکانات وکاروو»

فريدالله خان / م.ک.ص.۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویز خټک ویلي دي چې دوي به د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو په موخه له هر ډول امکاناتو څخه کار اخلي. د پښتونخوا او بلوچیستان بعضي سياستوال هم د افغان مهاجرو د وتلو غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/1JDS9
Afghanistan Flüchtlinge kehren aus Pakistan zurück
انځور: Reuters/F. Aziz

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر پرویز خټک ویلي دي چې دوي به د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو په موخه له هر ډول امکاناتو څخه کار اخلي. د پښتونخوا او بلوچیستان صوبايي اسامبلې هم د افغان مهاجرو د وتلو غوښتونکي دي.

پرویز خټک دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې له کمیشنر، فیلیپو ګرانډې سره د پیښور د وزیر اعلی په کور کې وکړې.

د دغې لیدنې پر مهال پرویز خټګ ویلې دي، چې دوي د افغانستان او ملګرو ملتونو د غوښتنو له مخې سږکال پاکستان کې په قانوني توګه د افغان مهاجرو د اوسیدلو موده د جون میاشتې تر دیرشمې نیټې پورې غځولې وه.

د خټک په خبره، سربیره پر دې، د خیبر پښتنونخوا او بلوچستان ایالتونو صوبايي اسامبلو هم د دوو جلاو تړونونو له مخې له مرکزي حکومت اسلام څخه غوښتي دي چې باید افغان مهاجر دې بیرته خپل هیواد ته واستول شي.

له بل لورې د خیبر پښتونخوا ایالت پولیسو هم دغه ایالت کې میشت غیرقانوني افغان مهاجرو پر وړاندې له زور زیاتي څخه کاراخیستنې ته زور ورکړی دی. د پيښور د پولیسو مشر عباس مجید مروت، دویچه ویله ته وویل:« د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې چې د غیرقانوني افغان مهاجرو پر ضد عملیات پیل شوي له څوارلس سوو څخه زیات افغانان نیول شوي دي».

د پیښور د پولیسو مشر زیاته کړه:« پولیسو ته په روښانه توګه هدایت شوی دی چې هغه افغان مهاجر چې «قانوني» اسناد په لاس کې لري باید په تکلیف نشي، په زرونو افغان مهاجرو ځان ته جعلي پاکستاني شناخت کارتونه جوړ کړي دي په داسې حال کې چې ګن شمیر یې افغان جعلي کارټونه هم له ځانه سره لري».

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې پر وینا، پاکستان کې نژدې یونیم میلیون افغان مهاجر راجستر شوي او همدوره نور افغانان په غیر قانوني توګه په دغه هیواد کې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې دUNHCR لخوا افغانستان ته د افغانانو د بیرته استولو پیل شوی پروګرام هم په ډیرې سستۍ سره پر مخ ځي.په ورستیو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د طورخم پرفرضي پوله، د راولاړو شویو شخړو له وجې پاکستان کې د افغان مهاجرو ستونزې نورې هم زیاتې شوي دي، حتې تر دې حده چې اوس د افغان مهاجرو په زور د بیرته ستنولو غوښتنې کیږي.

تېره اونۍ د پیښور سوداګرو د افغان مهاجرو د وښکلو غوښتونکي شول او په همدې موخه یې یو ستر لاریون په لاره واچوه. د لاریون پر وخت لاریون کونکو د « لاړ شئ افغانانو لاړ شئ» نعري وهلي.

د پيښور د سوداګرو یو تن مشر جنرال مومن خان وویل چې پاکستان له څلورو لسیزو راپدیخوا د لکونو افغان مهاجرو بوج پر اوږو اوچت کړی دی. هغه دویچه ویله ته وویل:« تر ټولو زیات زیان د خیبر پښتونخوا صوبه او قبایلي سیمې ګالي- د پولیسو او امنیتي ځواکونو د آمارو له مخې، د دغو سیمو په جرمونو کې هم تر ډیره حده همدا خلک ښکیل دي- پولیس وايي چې ځینې افغانان د بهرنیو قدرتونو لپاره د پاکستان خلاف جاسوسۍ هم کړي دي».

د مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې UNHCR ادارې د پروګرام له مخې، تمه وه چې سږکال ۶۰ زره افغان مهاجر بیرته افغانستان ته ولیږدول شي خو تر اوسه پورې یوازې ۶ زره افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

چارواکي وايي چې افغانستان ته د بیرته ستنیدو پر وخت هر افغان مهاجر ته ۲۰۰ امریکايي ډالر ورکول کیږي، خو د طورخم د مسوولینو پر وینا، اکثره دغه مهاجر د یادو پیسو له ترلاسه کولو وروسته، ډیر ژر له نورو لارو بیرته پاکستان ته راوړي.

د شمیرو له مخې په پیښور کې ۷۰۰ زره افغان مهاجر میشت دي. پیښوري چارواکي وايي چې دغه مهاجر په افغانستان کې له موجوده ناامنیو له وجې نه بلکه پیښور کې د ښه ژوند لرلو له وجې نغواړي چې بیرته افغانستان ته ولاړ شي. له دغو افغانانو څخه ډیری یې دمګړي خپل شخصي کاروبارونه لري او د پاکستان او نورو نړیوالو مرسته کونکو سازمانونو مرستو ته کومه اړتیا نلري.ډیری افغان مهاجر له دې وجې چې له نژدې څلورو لسیزو راپدیخوا یې په پاکستان کې ژوند کړی اوس دې ته نه شي حاضریدای چې بیرته افغانستان ته ولاړ شي.

دیرش کلن افغان مهاجر عبدالبصیر وايي:« زه اته کلن وم چې د خپل مور او پلار سره دلته راغلم- دلته مې تعلیم وکړ- څو ځله افغانستان ته تللی یم- دلته زما پلار کاروبار پیل کړ چې اوس هغه زه پر مخ وړم، اوس زما زړه نه کیږي چې افغانستان ته ولاړ شم».

عبدالبصیر دویچه ویله ته وویل:« هغه افغانان چې د پاکستان پر ضد خبري کوي باید دا هیر نکړي چې دلته له دیرشو لکو څخه زیات افغانان میشت دي او پاکستان هغو ته په تیرو څلورو لسیزو کې هر ډول آسانتیاوي برابرې کړي دي- دلته اکثره افغانان د لکونو روپیو کاروبار کوي، خو په افغانستان کې لا تر اوسه هم د امن کومه نښه نه لیدل کیږي، نو په داسې یو حالت کې به زه څه وکړم چې هلته ولاړ شم»؟

اوس پاکستان، په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا ایالت اوسیدونکي د افغان مهاجرو د مودې د غځولو په برخه کې زیات حق نلري. اوس د خیبر پښتونخوا پر حکومت باندي زور اچول کیږي تر څو افغان مهاجرو دې بیرته خپل هیواد ته واستوي. همدا ډول په وروستیو ورځو کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې هم خلک د افغان مهاجرو پر ضد واټونو ته راووتل. پاکستان حکومت افغان مهاجرو ته په وروستي ځل کې د شپږو میاشتې وخت ورکړ تر څو په دغې موده کې خپل هیواد ته ستانه شي، دغه ټاکل شوې موده، د روانې (جون) میاشتي په دیرشمه پای ته رسیږي.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلي، پرویز خټک، د فیلیپو ګرانډي سره د لیدو پر مهال
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلي، پرویز خټک، د فیلیپو ګرانډي سره د لیدو پر مهالانځور: picture-alliance/dpa
مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو اعلی کمشنر فیلیپو ګرانډي
مهاجرو په برخه کې د ملګرو ملتونو اعلی کمشنر فیلیپو ګرانډيانځور: Reuters/P. Albouy