1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خپلواکي په ويره کي

۱۳۹۰ مرداد ۱۹, چهارشنبه

پر نیویارک او واشنګټن ترورستې بریدنه د عراق لپاره هم بی نتیجی نه وو، په 2003 کال کی په دغه هیواد کی د نوو جنګونو او د صدام حسین د رژیم د نسکوریدو سبب شو.

https://p.dw.com/p/12Dwu
انځور: DW

د المان غږ راډیو خبریال مناف السعیدی د عراق په جنوب د بصری په ښار کی د غاښونو د ډاکټر عقیل ابراهیم لعظیم سره د یولسم د سپټمبر 2001 کال څخه وروسته د هغۍ د ژوند په هکله مرکه کړی ده.

عقیل ابراهیم د خپل واده لپاره د تیاری په حال کی وو چی د ترورستې بریدونو څخه خبر شو. د بصری د ښار څخه دا د غاښونو ډاکټر چی تازه د پوهنتون څخه فارغ شوی وو، او د خپل نامزاد سره یی د واده پلان جوړولو. په ناساپي توګه د ناستۍ په کوټی کی د تلویزیون انځورونو ته متوجه شو.

برجونه چی په اور کی د سوځيدو په حال کی وو، انسانان چی خپل ژوند یی له لاسه ورکولو، داسی صحنی چی ډیر وحشتناکه او غیرواقعی ښکاریدل. دغه انځورونه د امریکی د متحده ایالاتو څخه خپریدل، د داسی ځای څخه چی عقیل ابراهیم هیڅکله هم هلته نه وتللۍ او هغه هیواد چی د عراق د هیواد رسمې چارواکو به ورته د « دښمن ځواک» ویلو. عقیل په تدریج سره پوه شو چی دا انځورونه حقیقې دي.

« ماته ستونزمنه ده چی دا تشریح کړم چی په هغې لحظی کی می څه ډول احساس درلود. دا ډول صحنی نه هیریدونکې دي. ما د شوک، تعجب او همدردی یو ګډ احساس درلود. ګمان کیده چی قیامت رارسیدلۍ دی او بشریت لمنځه ځی.»

د میلمستیا او واده په محفل کی تر ټولو دمخه پر همدی مسالۍ بحثونه کیدل. لعظیم په یاد راولې چی ځينو عراقیانو به په ډیر لیوالتیا سره د دغو پيښو د عاملینو پلوی کوله خو زیاتره خلک بیا شوکې او په قهر وو.

« ترورستې بریدونه ملکې خلکو ته متوجه وو. کله چی انسان د قربانیانو سره د همدردی احساس ولرې، نو په هغه وخت کی ورته دا مهمه نه ده چی مقابل لورۍ د کوم ځای دی او د کوم ملیت سره تړاو لری. زه د یو انسان په صفت د قربانیانو څخه متاثره وم، خو یو ډول د همدردی عجیبه احساس می درلود ځکه چی د دغو بریدونو عاملین ځانونه مسلمانان بولې.»

د امریکی د هغه وخت ولسمشر جورج واکر بوش د ترور په وړاندی د جګړی اعلان وکړ. دغه جګړه یونیم کال وروسته تر عراقه پوری ورسید. لعظیم په یاد راولې چی ویل به یی: « بالاخره د صدام حسین د رژیم د شر څخه خلاص شولو.» د نوموړی په وینا خلکو کولای شو چی په آزادانه توګه خپل فکر بیان کړی.

د لعظیم شخصی ژوند هم ښه شو. هغه په وروستیو کلونو کی د غاښونو یوه شخصی معانه خانه خلاصه کړه، او سربیره پر دی د بصری په پوهنتون کی یی د استاذ په توګه کار ترلاسه کړ، دا ډول شرایط د صدام حسین په وخت کی د نوموړی لپاره تقریبآ ناممکن وو.

خو دغه نوی آزادی ګانې د وینو په بدل کی ترلاسه شوی ؤ. د عقیل ابراهیم لعظیم هیواد د څو کلونو راهیسی په ترور او زورزیاتې کی ډوب شو. یاغیان د امریکایی اشغالګرو په وړاندی جنګیږی، شعیه ګان او سنیان یو د بل قتلول پیل کړل. نور نو هیڅ څوک د سوء قصد، سړی تښتونۍ، چور او تالان څخه په امان کی نه ؤ پاتی. لعطیم وایی:

« د عراق جګړی یوه لویه ګډوډی د ځانسره راوړله. د هیواد پولۍ په ټول میاشت کی نه کنترولیدل، پوځ او امنیتی ځواکونه منحل شول. هغه ګډوډي چی زمونږ هیواد په کی ډوب شو د تشریح کولو وړ نه ده. میوزیمونه او دولتی چارواکې د امریکایی قطعاتو په وړاندی لمنځه لاړل. دغو صحنو ډیر ژر زمونږ ټولۍ خوشحالۍ لمنځه یوړل! د رژیم د نسکوریدو خوشحالۍ.»

په لسګونو زرو عراقیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په 2006 کال کی نامعلومو وسله والو د لعظیم د تره زوی اختطاف کړ. د هغه کورنۍ په ټولو روغتونونو او د پولیسو په هغه ځایونو کی چی مړی ساتل کیږی د نوموړی د پیداکولو په لټه کی شول. لعظیم وایی چی هغه انځورونه او د وراسته شوو مړو بد بوی به هیځ کله هم هیر نه کړی. د ده د تره زوی مړۍ تر اوسه پوری ونه موندل شو.

د لعظیم په وینا ترور هر چیری چی وی که هغه په امریکا کی وی او که په عراق کی د انسان روان خواشینۍ کوی. هغه د خپلو دوه بچیانو سارا او محمد په اړه اندیښمن دی.

« دوی لکه په عراق کی د نورو ماشومانو په څیر چاودنۍ او زورزیاتۍ لیدلۍ دي. کټمټ لکه د هیواد پوځي کول، چی ټوله ټولنه یی تر شعاع لاندی نیولۍ ده.»

لعظیم وایی چی ماشومان یی تل ډيره ویره لری، د تښتول کیدو ویره، د مردکیو او له هغو بمونو څخه ویره لری چی په موټرو کی ځای پر ځای کیږی. لعظیم تر اوسه پوری هر سحر خپلو ماشومانو سره د ښوونځی په لاره کی ملګرتیا کوی.

سيد/ ابراهيم خيل/ ناصر

کتونکی: نجيب الله زيارمل