1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خیریه سازمان (دیاکوني): ترکيه باید مهاجرين مدغم کړي

آژانسونه / م.ق.ن.۱۳۹۵ تیر ۸, سه‌شنبه

د دیاکوني رئیسې کورنیلیا وایتڅیل د ترکيې په جنوب لویدیځ کي د سلونو زرو مهاجرو له وضعیت څخه ځان خبر کړ. هغې د مهاجرو په مقابل کي د ترکيې د میلمه پالني څخه د منني تر څنگ د سوريايي مهاجرو د نه ادغامیدو څخه خبرداری هم ورکړ.

https://p.dw.com/p/1JEvQ
Türkei Flüchtlingslager in Kilis
انځور: picture-alliance/dpa/U.O. Simsek

کورنیلیا وایتڅیل د برلین د اسقف مارکوس دروگه سره یو ځای د دغو کمپونو څخه ولیدل، چيري چي دکډوالو شمیر تر حد اوښتی او په ځینو ځایونو کي ان د هغه ځای د اوسیدونکو ترکانو نیمايي تشکیلوي. هغې د ترکي ټولنې او دولت دواړو څخه مننه وکړه ، چي دومره ډیرو کسانو ته یې ځای ورکړی او په ورین تندي ورسره چلند کوي.

وايتڅيل وويل چي ترکان نه یوازي د هغوی څخه په بیره او وحشت کي لویدلي ، بلکه ورته یې ښه راغلاست هم ویلي دی. ترکيې د ۲۰۱ م کال راهیسي شاوخوا درې ملیونه سوريايي مهاجرین منلي دي ، چي دا تر جرمني درې برابره ډیر دي. دا هم پداسي حال کي ده، چي د دواړو هيوادونو نفوس تقریبأ مساوي دی.

خود کورنیلیا وايتڅل په خبره ۸۵ فیصده سوريایان په کمپونو کي ژوند نه کوي او ځکه ورسره دولتي مرستي هم نه کیږي . غیر حکومتي سازمانونه هم په ترکیه کي موجود نه دي ، چي د هغوی سره کومک وکړي.

د دياکونې د يادي رئيسي په خبره مهاجر نه یوازي نقدي مرستو،بلکه طبي او رواني مرستو ته هم اړتیا لري. د کورنیلیا په نظر نور بایدد سوريايي مهاجرو سره د میلمنو په ډول نچلند ونسي، بلکه هغوی په ټولنه کي مدغم سي. هغوی ته باید په تعلیمي او د کار په بازار کي برخه ورکړل او په ټولنه کي ورگډ سي، تر څو هغوی نور د کار په بازار کي استثمار نسي.