1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دآسيايی پرمختگ بانک د افغانستان د سيلانی ځاينو سره مرسته کوی

رزاق برق۱۳۸۴ آبان ۲۶, پنجشنبه

د افغانستان د اطلاعاتو، فرهنگ اوتوریزم وزارت مرستیال نصرالله ستانکزی د المان ږغ راډیو پښتو خپرونی ته په یوه مرکه کی وویل :» د اسیایی بانک لخوا د پامیرد غرونو، نا ناوردښتی، بندامیراود کابل کول حشمت خان په سیموکی یواعشاریه اته میلونو ډالرد مرستی په توگه مصرف کړی.«

https://p.dw.com/p/DMq8
انځور: AP
ده وویل چه دغه پیسی به په یاد شووسیموکی د بیرته جوړولواوغیرقانونی شکار باندی د بندیزلگولو په چارو کی ولگول شی. د ه وویل که چیری
موږ د سیلانیانو په دغه سیموکی ټولی آسانتیاوی راولو، نو دی څلوروسیموته په یو کال کی د اټکل له مخی به یوسل زره سیلانیان راتگ وکړی. د دغو سیلانیانو څخه و افغانستان ته د کال پنځوس لکه ډالرگټه ورسیږی.