1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«داخلي کسانو پر روغتون باندې برید کې مرسته کړې»

۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبه

فرانس پس پر سردار محمد دوادو خان روغتون له برید څخه ژوندي پاتي شوي پرسونل او امنیتي سرچینو په حواله ویلي دي چې لږ تر لږه د دوو ستاژ کوونکو په شمول له دننه څخه له برید کوونکو سره مرسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2Z51n
Afghanistan Angriff auf das Militärkrankenhaus in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د حکومت له لورې د پیښې په اړه په رسمي توگه ویل شوي دي چې د چهارشنبې په ورځ پر سردار محمد داود خان روغتون باندې برید هغه مهال پېل شو، کله چې یوه ځانمرگي برید کوونکي په شاتنۍ دروازه کې ځان والوزاوه او نور برید کوونکو ته یې روغتون ته د ننوتو لاره اواره کړه چې د ډاکټرانو کالي یې اغوستي وو.

خو د دغه خبري آژانس په حواله له پیښې څخه ډیر شمیر ژوندي پاتې شوي کسان «په یوه وخت د ډله ایزې وژنې» څخه یادونه کوي او دا په ډاگه کوي چې برید کوونکو لا تر مخه د ودانۍ په دننه کې ځانونه سمبال کړي وو، چې په وینا یې ځینې یې د روغتون بلد کارکوونکي وو. په رپوټ کې ادعا شوې ده چې له چاودنې سره سم دغو کسانو په ډزو، لاسي بمونو او چاقو گانو باندې د خلکو په وژنه لاس پورې کړ.

فرانس پرس د روغتون د یوه پرسونل چې ځانگړي افغان امنیتي ځواکونه یې د پیښې پر مهال د قربانیانو د ژغورنې له پاره رهنمایي کول ویلي دي چې په برید کوونکو دوه تنه ستاژ کوونکي هم شامل وو چې له میاشتو راهیسې یې په دغه روغتون کې کار کاوه.

دغه کس چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې له نوموړي خبري آژانس سره خبري کړي دي ویلي دي: «موږ ټولو هغوی پیژندل. یوه خپل ځان الوزولی او دوهم کس د ځانگړو امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوی دی.»

رپوټ زیاتوي، یوه بل ډاکټر چې په پيښه کې سخت ټپي شوی دی ویلي دي چې یوه ستاژ کوونکي د ده تر لاس لاندې کار کاوه. هغه د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «هغه زما شاگرد وو، یوه پیژندل شوې څیره، دا ډیره دردونکي وه چې ولیدل شول هغه پر هر چا ډزې کولې.»

فرانس پرس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یوې افغان امنیتي سرچینې له خوا په پیښه کې د دغو دوو ستاژ کوونکو ونډه هم تائید شوې ده.

په دغه روغتون کې عام وژنه چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی د استخباراتو د ناکامۍ په توگه عنوان شوې ده او دا په گوته کوي چې یاغیان څرنگه پر دې توانیږي چې په لوړ پوړو حکومتي انستیتوتونو کې نفوذ وکړي.

د فرانسې خبرې آژانس ویلي دي چې د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش، پر دې باندې اعتراف کړی دی چې «دغه یرغل د روغتون څخه دننه او هم له باندې څخه تر سره شوی وو.»

رادمنش ویلي دي: «دغه څه د داخلي کسانو د مرستې پرته امکان نه لري. له ځینو کسانو پوښتنې گرویږنې کیږي.»

تندلارې ډلې «اسلامي دولت» یا داعش د دغه برید مسوولیت وروسته له هغې پر خپله غاړه واخیست چې طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړل. خو ژوندي پاتې شویو کسانو فرانس پرس ته ویلي دي چې برید کوونکو د «الله اکبر» او په پښتو ژبه «ژوندي دي وي طالبان» نعرې وهلې.

افغان چارواکي په دې هکله په شک او تردید کې دي چې د پیښې تر شا دې داعش وي. یوه امنیتي چارواکي فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ داسې نخښې نښانې لرو چې د داعش له ادعا سره په تناقض کې دي. دغه ډله د دغسې یوې پیچلې حملې وړتیا نه لري. داسې نښانې شته چې د برید تر شا دې د حقاني شبکه وي.»

ژغورل شویو کسانو ویلي دي چې وسله والو یرغل کوونکو چې د روغتون نقشه ورسره وه د روغتون په کابو ټولو پوړونو کې پر وژنو لاس پورې کړی دی خو د لومړي پوړ په دوو واټونو کې چې د طالبانو ټپيان پکښې وو، له یرغل څخه ډډه کړې ده.

د دغو دوو عیني شاهدانو په حواله د طالبانو یو ځانگړی هدف د روغتون «وي آی پي» برخه وه چیرې چې د اردو یو جنرال او د یوه پخواني وزیر خپلوان په کې بستر ول. خو دا خبره لا معلومه نه ده چې دغه کسان په پيښه کې بچ پاتې شوي دي که نه.

د افغانستان د دفاع وزارت یوازې د ۳۰ کسانو او پنځو برید کوونکو پر وژل کیدو باندې ټینگار کوي. خو د لویدیځ سرچیني، د افغان امنیتي ځواکونو سرچینې او د پیښې ځینې ژوندي پاتې شوي کسان بیا ادعا کوي چې د برید کوونکو کسان شمیر تر دې زیات وو او همداشان په پیښه کې تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.

د دغې پیښې ژوندي پاتې شوي کسان کیسه کوي چې برید کوونکو څرنگه پر بستر ناروغانو باندې فیرونه کول، د گڼې گوڼې واټونو ته یې لاسي بمونو غورځول او له څومره نزدې واټن څخه یې خلک ویشتل.

د روغتون یوه کارکوونکي له فرانس پرس سره په خبرو کې ویلي دي چې په قربانیانو کې یوه مور هم شامله وه، چې کوچنی یې په غیږ کې وو. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «ځینې [برید کوونکي] یې له یوه کس سره په تلیفوني تماس کې وو چې هغه ته یې د ملا صاحب، خطاب کاوه او ویل یې چې موږ ټول بې دینه وژنو.»