1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داسراييلو صدراعظم اهوداولميرت د استعفا اعلام کړی دی

۱۳۸۷ مرداد ۱۰, پنجشنبه

د يوه اسراييلي ټلويزيون د يوې تازه ټول پوښتنو پر اساس 77 فيصده اسراييليان د صدراعظم اولميرت د سياسي کار څخه راضي ندي

https://p.dw.com/p/Eo4l
د اسراييلو لومړی وزير ايهود اولمرت
د اسراييلو لومړی وزير ايهود اولمرتانځور: DW-TV

ده دوه کاله مخکي د لبنان د حزب الله پر ضد جنګ پر مخ بوتۍ ، چي په سلهاوو انسانان مړه سول ، خو اسراييلوجنګ هم بايلوۍ . پر دې سربيره د ده د صدراعظمۍ ټوله دوره د رسوايانوڅخه ډکه وه . ده تر اوسه پوري هغه ټولي رد کړې او دفع کړي دي . خو معلوميږي چي دغه پيټی دده دپاره هم دروند وي . اولميرت په بيت امقدس کښي د صدارت په مقام کي په غير مترقبه ډول د مطبوعاتو او رسنيو په مخکي حاضر سو ، چي ټولو غټو راډيوګانو او ټلويزيونو دده وينا نشر کړه.

ده وويل چي ما تصميم نيولی دی چي دکاديمه دګوند په حيث ځان کانديد نه کم، او دا نيت هم نلرم چي د هغه په انتخاب کي مداخله وکم . زه به د هغه نتايجو ته هرکلی ووايم. ما خپل تصميم ددې خاطره ندی نيولی چي زه ډير خوابدی يم،او يا د بل چا د فشار له کبله.

د اولميرت تر بيانيې لږ دمخه دکاديمه ګوند اعلام وکۍ، چي ددغه ګوند مشر به د سپتامبر پر 17 وټاکل سي.

اولميرت اوس په دې فکر کي دی چي څنګه خپل ځان سپين کړي
اولميرت اوس په دې فکر کي دی چي څنګه خپل ځان سپين کړيانځور: picture-alliance/ dpa

خو تر هغه وخته پوري به اولميرت د صدراعظم په حيث پاته سي.ده وويل :«کله چي د ګوند يو نوی مشر انتخاب سي، زه به د صدراعظمۍ د مقام څخه هم استعفا ورکم، تر څو د ګوند نوي مشر ته ددې امکانات ورکم، چي ژر او په مؤثر ډول سره يو نوی حکومت جوړ کي. زه فکر کوم چي داډول حکومت به د اکثريت د قبول وړ وګرځي.»

اولميرت په حقيقت کي دغه قدم دده په مقابل کي د اوسنۍ تحقيقاتي پروسې پر اساس پورته کۍ. پوليس او څارنوالي د څو مياشتو راهيسي غواړي، معلومه کي،چي آيا ده رشوت خوړلی، او جعل کاري يې کړې ده او که څنګه.

تر اوسه لا پر ده باندي دعوه نده پيل سوې، خو کيدای سي ډير ژر دده په مقابل کي اقامه دعوه هم وسي، چي د هغه لحظې دپاره اولميرت بيله هغه هم د استعفا اعلام کړی دی.

ويل کيږي چي اولميرت په غير قانوني ډول د شخصي استفادې دپاره د يوه امريکايي سوداګر څخه 100000 ډالره اخيستي دي، او د دولتي موټرانو د پيسوڅخه يې په خپله ګټه کار اخيستی دی.