1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داضطراری حالات د قانون تر نافيذيدو وروسته

۱۳۸۷ خرداد ۱۰, جمعه

په شپيتمه لسيزه کي دالمانی پو هيدونکو داحتجاجونو مهم دليل ، په دغه هيواد کی ...

https://p.dw.com/p/E9hT
څلويښت کاله مخکي داضطراری حالات د قانون د نافيذيدو پر ضد مظاهرې
څلويښت کاله مخکي داضطراری حالات د قانون د نافيذيدو پر ضد مظاهرېانځور: Michael Ruetz

دبيړنی حالت دقانون تصویبول و . ډير شمير آلمانی پوهيدونکی ، ليکوالان ، عالمان ، خبريالان او منورينو غوښتل چي پخپلو احتجاجونو او اعتراضونو سره په آلمان کی دبيړنی حالتو دقانون دنافذيدلو مخه ونيسی .خو بياهم د 1968 میلادی کال دمی دمياشتی په 30 نيټه دغه قانون دآلمان په اتحادی پارلمان کی ومنل شو .

په هغه وخت کی د پوهیدونکو او په دغه قانون باندی دنورو اعتراض کونکو دپاره داپو ښتنه مطر ح وه ، چی داضطراري حالت دقانون په تصويب سره به په آلمان کی دډيموکراسی دودي په لاره کي نوي خنډونه رامنځته سی ، په دغه هيواد کی به فردی آزادی محدوديږی ، زورواکانو ته به نوي اميد وارې پيدا کيږی ،دسیاست مدارانو خودکامګيو ته لاره هواريږی ، دکارګری ټولنو دفعاليتونو دلمن دپراخيدلو مخه به نيول کیږی . خو دبيړنی حالت دقانون پلو یانو به ويل چی دآلمان داتحادی او ايالتی حکومتونو دپاره بايده دی د قانونی لاري داامکانات موجود وي ،چی دوی به په اضطراری حالاتوکی لکه طبيعی آفات ،جګړۍ او نورو احتمالی پيښو په صورت کی څه کوی . بايد په هيواد کی دبيړنی حالت يو قانون وی .

په 60 لسيزه کی په آلمان کی د اضطراری حالاتو دقانون دمنلوڅخه مخکی ، په دغه هيواد کی ددغه قانون دپلويانواو مخالفینو ترمنځ ډير ډير تاوده سياسی جرو بحثونه او مشاجر ی رامنځ ته سوې . خو ددغه ټولو مشاجرو او مخالفتونو سره سره بيا هم د1968 میلادی کال دمی دمياشتی په 30 نيټه دآلمان دپارلمان له خوا دغه قانون ومنل شو .

د اچی ولی په آلمان کی دبیړنۍ قانون دتصویبولو په مقابل کی دومره عکس العملونه ښودل سوی ، ددغه هيواد دتاریخۍ پيښو سره تړاو لری . دوايمر دجمهوريت په زمانه کښي دګډوډيو اودروانو سیاسی حالاتو په مقابل ک ي دبی تفاوتيو له امله په دغه هيواد کی د ادولف هتلر په مشری نازیانو ته دا امکانات برابر سول ، چی دوی دسياست ډګرته راووځی اوبيا هغه زورواکی وچلوی چی په نتيجه کی آلمان ،اروپا او نړۍ ددوهمۍ نړيوالۍ جګړی کندي ته راوکاږی . خو ددوهمۍنړيوالي جګړې په پای کی دآلمان داتحادی جمهوريت په منځ ته راتلو سره ددغه جمهوريت تاداوايښونکو هڅه کړی ، داسی يو اساسی قانون جوړ کي، چی بيا په دغه هيواد کی ديوه زورواک او خود کامه نظام مخنيوی سوی وی .

په تيره بيا دآلمان مسيحی ډيموکراتانو پر دې ټينګار کاوه چی بايد په آلمان ديوه بيړنۍ حالت دپاره يو قانون وی .

په 1966 میلادی کال کی دآلمان دسوسيالستی پوهيدونکو دټولنۍ له خوا د ډیموکراس دژغورنی يوه بيړنۍ ټولنه جوړه شوه . چی په هغه کی ډير شمير مخور ليکوالان ، کليسايی مشران ، دکار ګری ټولنۍ مخور غړی او عالمان غړیتوب درلود . دوی په ګډه سره دآلمان دبن په ښار کی یو مارش ترتيب کړی و ،چه تر 300 زرو پوری خلکو پکښي ګډون درلود . خو ددغه ټولو اعتراضونو سره سره بيا هم دغه داضطراری حالت قانو ن د1968 ميلادی کال دمی دمياشتی په 30 نيټه دآلمان دپارلمان له خوا ومنل سو . خو ددغه قانو ن ترمنلو وروسته ، کومه انديښنه چی په المان کی ددغه قانون دتصيبیدلو څخه ورسته په دې اړوند ښودل کيده ،او هغه داچي دډيموکراسی او بنيادی آزاديو دود ي په لار کی به خنډونه را منځ ته سی ، هغه کار ونشو .