1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«داعش او طالبانو يو د بل پرضد جهاد اعلان کړی»

مجتبی محمدي۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د هلمند چارواکو ویلي دي چې داسي اسناد یې ترلاسه کړي دي چې داعش او طالبانو یو د بل پر ضد جهاد اعلان کړی دی. په ولسي جرگه کې د کورني امنیت کمیسیون وایې، دا ډیر ښه چانس دی چې د افغانستان امنیتي ځواک پر دغو ډلو فشار ډیر کړي.

https://p.dw.com/p/1FBt5
انځور: Hambastagi

د افغانستان امنیتي چارواکي وایې دوه داسي لیکونه یې ترلاسه کړي دي چې گواکې د طالبانو او پخواني داعش ډلي د قوماندانانو له خوا لاسلیک او خپلو غړو ته یې استولي دي. په دغو دواړو لیکونو کې دوی یو د بل پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.

د هلمند امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل، د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته دوه لیکونه وښودل او ويې ویل: «هغه لیک چې د داعش له خوا خپور شوی دی د طالبانو د پخواني وژل شوي غړي ملا عبدالروف خادم له خوا لیکل شوی دی.»

په دغه ليک کې خادم خپلو جنگيالو ته امر کړی دی چې د طالبانو پرضد وجنگيږي.

عبدالروف خادم د روان کال په فبروري میاشت کې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د يوې بې پيلوټه الوتکي په بريد کې ووژل شو. چارواکي وایې چې نوموړي دغه لیک تر خپلي مړیني دمخه لیکلی وو.

د هلمند د پولیسو قوماندان دغه راز د وسله والو طالبانو يو خط رسنيو ته وښود چې په هغه کي خپلو جنگياليو ته ويل شوي دي چې د داعش پرضد وجنگيږي.

د هلمند ولايت امنيه قوماندان د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې د داعش ډلي د موجوديت تائید کوي او وايي چې دغي ډلي اوس په دغه ولسوالي کي ځوانان ځان ته جلبوي.

د افغانستان په ولسي جرگه کې د داخلي امنیت کمېسیون منشي محمد نواب منگل وایې چې داعش په اصل کې ناراضي طالبان دي چې له خپلې رهبرې څخه ناراضه شوې دي او خپل سپين بیرغ یې په تور بیرغ بدل کړی دی.

د ولسي جرگې د امنیتي کمېسیون دغه چارواکی وایې چې په افغانستان کې د داعش د جذبولو پروسه د اندېښنې وړ ده. د هغه په خبره د دغو حرکتونو د ځپلو له پاره افغان دولت باید د نړیوالي ټولني په مرسته جدي اقدامات وکړي.

په عین وخت کې یو شمیر کارپوهان په دې اند دي چې طالب او داعش د افغانستان د خلکو له پاره دوې ترهگري ډلي دي چې بې گناه خلک وژني. د افغانستان د مسائلو کارپوه احمد سعید په دې هکله وایې: «ډاکټر یو ډاکټر دی چا چې طالب جوړ کړی دی داعش یې هم جوړ کړی دی، خو نخسې یې فرق کوي. طالب ته یوه نخسه ورکوي او داعش ته بله نخسه ورکوي.»